تازه خبرونه
څلورو نړیوالو مرستندویه ټولنو په افغانستان کې خپلې هڅې وځنډولې
په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار بندیز د غبرګونونو په لړ کې څلورو نړیوالو موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د ژغورنې نړیواله کمیته، د ماشومانو د ساتنې اداره، د ناروې د مهاجرت کمیته او د پاملرنې موسسه هغه ټولنې دي، چې په دغو ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز له کبله یې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیتې لیکلي، چې په افغانستان کې د دغې ادارې له ۸ زره کارکوونکیو څخه ۳ زره یې ښځې دي، چې اوس له کاره بې برخې دي.
د ژغورني د نړیوالې کمیټې په اعلامیه کې راغلي: نن په افغانستان کې د ژغورنې نړیواله کمیته څه باندې اته زره کارکوونکي لري، چې له ۳۰۰۰ ډېرې یې ښځې دي.
دا اداره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ادارې په ټولو کچو کې د ښځینه کارکوونکیو پر وړتیاوو تکیه کوي. که د ښځو د استخدام اجازه ورنکړ شي؛ مونږ نشو کولی خپلې مرستې اړمنو کورنیو او کسانو ته ورسوو. له همدې کبله، دې ټولنې دا مهال په افغانستان کې خپل خدمات بند کړي دي.
یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، چې اسلامي امارت به په اړوند ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه پخپلو پرېکړو اقتصادي ځوړتیا رامنځته کړي او خلک به بشپړ رواني زیان وویني.
قطر د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه غوښتي، چې پخپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ښځو ته په نادولتي او بهرنیو ادارو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د کار کولو اجازه ورکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: کار ته لاسرسی د بشري حقونو یو له هغو اصولو څخه دی، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې منل شوی دی.
که څه هم په اړوند مومسسو او ادارو کې د ښځو د بشپړ حجاب په اړه د اسلامي امارت د وروستیو پرېکړو په اړه په کور د ننه او بهر تند غبرګونونه راپاريدلي دي، خو تر اوسه معلومه نده چې څه وخت به دې ستونزو ته د حل لار ومومي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغو نیوکې ته په ځواب کې ویلي، ټولې هغه ادارې، چې غواړي په افغانستان کې فعالیت وکړي؛ د دې هېواد د قوانینو پر رعایت مکلف دي.
