سوداگري

څلور موټره بې کیفیته هایدرولیک ایران ته مسترد شول

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۲

د ستندرد ملي ادارې څرګنده کړې؛ دې ادارې په لومړي ځل ۴ موټره بې کیفیته هایدرولیک بېرته ایران ته وروګرزول.

د افغانستان د ستندرد ملي اداره (ANSA) وايي، چې د لومړي ځل لپاره یې د تیتې درجې هایدرولیک تېل ایران ته مسترد کړي دي.

د دې اړارې چارواکو ویلي، چې دوی د ټیټ کیفیت لرونکيو تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او پر سوداګرو یې غږ کړی، چې د ټیټ کیفیت لرونکيو تولیداتو له واردولو ډډه وکړي او له اړوند معیارونو څخه سرغړونه ونه‌کړي.

په روانه اوونۍ کې څلور تانکرونه، چې هایدرولیک تېل یې رالېږدول بېرته ایران ته مسترد شول.

د اسلامي امارت د ستندرد ملي اداره هېواد ته د تېلو د تانکرونو د ننوتو د محتوياتو څارنه روانه ساتلې او که سرغړونې رامنځته او یا له معیاره ټیټ وي؛ رارسېدلي تانکرونه سمدلاسه بېرته مستردیږي.

Trending

Exit mobile version