تازه خبرونه

څلور والیان د کرونا په بودجه کې د فساد په تور لویې څارنوالې ته وروپېژندل شول

Published

on

د افغانستان د پلټنې عمومي ادارې نن دوه برحاله او دوه پخواني والیان د کرونا په بودجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د میدان وردګ والي عبدالیمین مظفرالدین، د بدخشان والي ذکریا سودا، د نورستان پخوانی والي حافظ عبدالقیوم او د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي د کرونا پر ضد د مبارزې له بودجې څخه د شخصي ګټې پورته کولو او فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

دغه راز دې بنسټ پرون د عامې روغتیا پخوانی چارسمبالی فیروزالدین فیروز، د دې وزارت درې پخواني مرستیالان او یو اوسنی مرستیال د ناوړه ګټه اخیستنې او د کرونا ویروس په اړوند بودجه کې د فساد پر نور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د افغانستان د پلټنې عمومي ادارې چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې دغو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې دوی به د حکومتي سرچینو د ناسمې کارونې او بې پروایۍ پر تور عدلي او قضایي بنسټونو ته ورو پېژندل شي.

د دغې ادارې لومړۍ موندنې ښیي، چې کرونا ته د ځانګړيو شویو پیسو په لګښت کې هیڅ روڼتیا نشته. په ځانګړي توګه د تجهیزاتو په پېرودلو کې، چې د بازار بیې څخه ډېر ګران پېرودل شوي دي.

د یوه توکي په پېرودلو کې هم توپیر لیدل کیږي. د بېلګې په توګه یو دیجیتل تبښود( ترمامیتر) په بدخشان کې پر ۱۲۰۰۰، په هرات کې ۲۴۰۰۰ او په لوګر کې ۹۱۰۰۰  افغانۍ پېرودل شوی دي.

د افغانستان پلټونکې غزال حارس ویلی: پداسې حال کې، چې پیسې د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره وې؛ خو په ځینو ولایتونو کې خوبکټونه، ګرځند ( مبایلونه) او ان ۷۵ انچه تلویزیونونه اخیستل شوي دي.

د عمومي پلټونکې د موندنو له مخې؛ که څه هم حکومت د ګران بیو طبي ماشینونو پېرودلو تر نامه لاندې پیسې ورکړي، خو پرځای یې زاړه کارول شوي. د بېلګې په توګه هرات ته ګران بیه او نوي پي سي آر ماشینونه پېرودل شوي؛ خو زاړه ورلیږدول شوي وه.

Trending

Exit mobile version