سیمه ییز خبرونه

څه باندې ۲ ميليون كسانو د رايو كارتونه تر لاسه كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د رايو د كارتونو د وېش د بهير له پيل سره د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولينو اټكل كاوه، چې شا اوخوا څلورو ميليونو كسانو ته به د رايو كارتونه ووېشي، خو دا پروسه د دوشنبې په ورځ ( د لړم ۲۰ ) پاى ته رسېږي او څه باندې دوو ميليونو كسانو د رايو كارتونه تر لاسه كړي دي.

د نوم ليكنې بهير لومړی د ولايتونو له مركزونو پېل بيا تر ولسواليو او كليو ورسيده.

په شپږو ولسواليو كې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له كبله د نوم ليكنې پروسه عملي نه شوه.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:

كه د دغو ولسواليو امنيت خوندي شي دوى تيار دي، چې په پاتې شپږو ولسواليو كې هم د نوم ليكنې مركزونه پرانيزي.

له ستونزو او نيمګړتياوو سره سره د ټاكنو خپلواك كميسيون د نوم ليكنې له بهيره خوښ برېښي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به د كانديدانو د اسناد او شكايتونه وڅېړي او وروستى ليست به د لړم په پنځه ويشتمه د ټاكنو د خپلواك كميسيون لخوا خپور شي.

Trending

Exit mobile version