تازه خبرونه
څه د پاسه ۵۰ سلنه خلک تر انټرنټې پوښښ لاندې راغلي دي
د مې ۱۷ د مخابراتو له نړیوالې ورځې سره سمون خورې، افغانستان له دې ورځې څخه نمانځنه وکړه.
د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزیر اميرزی سنګین وایې:
همدا اوس د افغانستان ۹۰ په سلو کې خلک د مبایل خدمتونو تر پوښښ لاندې او څه د پاسه ۵۰ سلنه خلک هم تر انټرنټې پوښښ لاندې راغلي دي.
د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین همدارنګه وایې، ۸۹ ټلویزیوني، ۲۲۰ راډیوي او ۵ مخابراتې شبکې د ټول هېواد په کچه فعالیت کوي.
نوموړی په نیږدي راتلونکې کې د الکترونکې تذکرو د کار له پېل څخه هم خبر ورکوي.
ښاغلی سنګین د هېواد په ځینو سیمو کې د ټکنالوژي د نه پرمختګ لامل نا امني په ګوته کوي.
له بلې خوا یو شمېر کابل ښاریان په څو وروستیو کلونو کې د معلوماتي تکنالوژۍ له پرمختګ ستاینه کوي.
د مخابراتو وزیر زیاتوي، چې د دې وزارت عواید په راتلونکو لسو کلونو کې یو میلیارد او ۳۳۴ ډالرو ته رسېږي.