سیمه ییز خبرونه
څه نا څه پنځوس زره كسانو ته د مسلكي زده كړې او كارزمينه برابره شوې – مومند
د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي:
د مهارتونو د پراختيا د ملي پروگرام له لارې نږدې پنځوس زره كسانو ته د مسلكي زده كړې او كارزمينه برابره شوې ده.
په دې پروگرام كې هڅه شوي، چې ډېرځوانان د كسب د زده كولو له لارې له وزگارتيا وژغورل شي.
دغه وزارت له دوه خصوصي بنسټونو سره د درې روزنيزو پروژو هوكړه ليك لاسليك كړه، چې نږدې زر كسانو ته د بېلابېلو كسبونو د زده كړې زمينه برابروي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نورمومند وايي:
د وزگارتيا لږول به د ثبات په ټينگښت كې ښه اغېز ولري او په همدې اساس هڅه كوو، چې ځوانانو ته د كسبونو د زده كړې پروگرام پراخ شي.
د مهارتونو د انكشاف د ملي پروگرام رييس عنايت الله وايي، چې:
په هېواد كې ۴۷ زره كسانو ته د بازار د اړتياوو له مخې د كسبونو د زده كړې زمينه برابره شوې ده.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين همراه وايي:
دغه وزارت د نړيوال بانك په اووه لس ميليون افغانۍ مرسته په كندوز، غور او لغمان كې نږدې زر كسانو ته د بېلابېلو كسبونو د زده كړې زمينه برابره كړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې وزگارتيا په افغانستان كې يوه داسې ستونزه گڼل كيږي، چې ډېر خلك ورسره مخ او حتا د كار لپاره نورو هېوادونو ته سفر كوي.