سیمه ییز خبرونه
چاپان د افغانستان د كليو د وضعيت د ښه كېدو لپاره شل ميليونه ډالر مرسته كوي
د كليو د پراختيا وزارت چارواكي وايي، دغه پېسې به د سيمه ييزې حكومت دارۍ د ښه كېدو تر څنگ په كليو كې د بنسټيزو پروژو، د ښځو او بزگرانو د ظرفېتونو پر لوړولو هم ولگول شي. جاپان د نړى دوهم هېواد دى، چې د افغانستان په امنيتي او اقتصادي پروگرامونو كې پراخه ونډه لري.
له افغانستان سره د جاپان د شل ميليونو ډالرو د مرستې تړون په كابل كې د كليو د پراختيا د وزير ويس برمك، په كابل كې د جاپان سفير هيروشي تاكشي، او د ملگرو ملتونو د سازمان د پراختيايي پروگرامونو د عمومي رئيس تر مېنځ لاسليك شو.
د كليو او پراخيتا وزير ويس برمك وايي:
دا پېسې به د سيمه ييزې حكومت دارۍ د ښه كېدو، د ښځو او بزگرانو د ظرفيت په لوړولو ولگول شي.
همدارنگه د جاپان سفير هيروشي تاكشي وايي:
افغانستان د كرهنې لپاره مناسب شرايط لري دغه هېواد له همدې لارې كولاى شي پرمختگ وكړي او خپل اقتصاد پياوړى كړي.
دغه د پېسو وركړه د ۲۰۱۳ كال له جنوري مياشتې څخه پېل شوې او د ۲۰۱۴ كال د ډسمبر تر ۳۱ پورې به بشپړې شي.
جاپان د پراختيا په برخه كې د افغانستان له كلكو ملاتړو هېوادونو څخه شمېرل كيږي، چې تر اوسه يې د امنيت او اقتصاد په برخه كې له افغانستان سره شاوخوا درې ميليارده او درې سوه ميليونه ډالر مرسته كړې ده.
