Connect with us

لوبی

چين د اسيايي لوبو په لومړۍ ورځ د سرو زرو مډالونه وګټل

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۴, ۱۴۰۲

چين له تېرو څلوېښت کلونو راپدیخوا په اسيايي لوبو کې برلاسی دی او  ۲۰۲۳ کال به یې هم ورته وي.

کوربه هېواد د یکشنبی پر ورځ د شي جین پینګ د پرانیستې له مراسمو څخه څو ساعته وروسته د هانګجو د اولمپیک په مرکزي لوبغالي کی، چې ۸۰ زره خلکو یې ننداره کوله د سرو زرو د ۲۰ مدالونو په ګډون ۳۰ هغه وګټل.

په دغو لوبو کې د سرو زرو لومړنی مدال چینایي جوړې( ژو جیاکی و کیو شین پینگ ) د ښځو په وزن کې  ورسېد.

د ژو جیاکي ملګرې وایي: دا کولی شي د مونږ په چمتووالي کې پر ځان باور رامنځته کې مرسته وکړي.”

په لومړۍ ورځ دوه نور د سرو زرو مدالونه هانګ کانګ ته لاړل؛ د نرینه‌وو په بېړۍ ځغلولو او د نرینه‌وو په توره وهلو کې.

هانګ کانګ، چې د بریتانیا پخوانۍ مستعمره وه؛ په ۱۹۹۷ ز. کال کې بېرته چینايي واکمنۍ ته وسپارل شوه او په ۲۰۱۹ کې د څو میاشتو د دیموکراسۍ پلوه لاریونونو وروسته د بیجینګ تر سختې څارنې لاندې راغله.

چین په عصري پېنځه‌ګونو څانګو کې (۲)، هنري جمناستیک (۱)، د لامبو وهلو (۶)، نیزې وهلو (۲)، ووشو (۲) او بېړۍ ځغلولو (۷) کې د سرو زرو مدالونه ترلاسه کړل.

جانګ یوفي د ښځو د 200 تیتلی جایزه وګټله، هغې ورته سیالۍ، چې دوه میاشتې مخکې یې د جاپان د فوکوکوئوکا په نړیوالو سیالیو کې اتله شوې وه.

هغې ویلي: ما پر رښتیا احساس کاوه، چې دا ډنډ زما لپاره یو څه ورو و او ما خپل مشر ته وویل، چې زه په ښه حالت کې ځان نه احساسوم که نه کولی مې شول ګړندی لاړه شم.

وانګ شون د نرینه‌وو ۲۰۰ ای ایم وګاټه او لی بینجيه د ښځو ۱۵۰۰ وګټل.

جنوبي کوريا په لومړۍ ورځ د سرو زرو پېنځه مدالونه او ټول ١٤ مډالونه وګټل، چې له چين څخه په دوه‌يم مقام کې پاتې شي. سویلي کوریا په عصري پېنځه ګونه کې د سرو زرو دوه مدالونه، دوه نور په تکواندو او یو د تورې وهلو په برخه کې.

جاپان دوه د سرو زرو او په ټولیزه توګه ۱۴ درلودل، یوازې د سویلي کوریا څخه وروسته.

په لومړۍ ورځ یوازې د سرو زرو نور مدالونه تایوان او ازبکستان ته لاړل.

چین پېنځه کاله مخکې د اندونیزیا په اسیایي لوبو کې له جاپان او جنوبي کوریا سره ۳۰۰ مداله، چې په کې د سرو زرو ۱۳۲ مدالونه ول ؛ګټلي وه.

کوربه هېوادونه په دودیز ډول د کوربه ډګر مدال ډنډ ترلاسه کوي؛ نو دا ځل د چین د ځواکمنتیا شونتیا ډېر ده.

په اسيايي لوبو کې د ۴۵ هېوادونو او سيمو ۱۲۵۰۰ ګډونوال برخه لري. د راتلونکي کال په اولمپیک کې به د شاوخوا ۲۰۰ استازو څخه شاوخوا ۱۰۵۰۰ برخه واخلي.

کرکت په اسيايي لوبو کې مخکښ دی او هند او سريلانکا د دوشنبې پر ورځ د ښځو په لوبو کې د سرو زرو لپاره مخ شول او هند ګټونکی شو.

د نارینه وو فاینل لوبه د اکتوبر پر اوومه ده، او ډېري تمه لري، چې فاینل به د پخوانیو سیالانو پاکستان او هند ترمنځ وي.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!