تازه خبرونه

چین، افغانستان، پاکستان او نیپال له کرونا سره د ګډې مبارزې هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۳۹۹)

چین، افغانستان، پاکستان او نیپال د خپلو هېوادونو د اقتصاد د ښه کیدو لپاره له کرونا ویروس سره د ګډې مبارزې او همکارۍ هوکړه وکړه.

دغه هوکړه تېره شپه د اړوند هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ویدیوي ناسته کې رامنځته شوه.

د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ په دې کنفرانس نه یوازې له کرونا ویروس سره د ګډې مبارزې پر لارو چارو خبرې وشوې، بلکې له دې ناروغۍ څخه د رامنځته شویو اقتصادي ستوزو د حال او همکاریو په اړه هم خبرې اترې تر سره شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي؛ د یوه ګاونډ په توګه چمتو يو، چې له افغانستان، پاکستان او نیپال سره د ستونزو په حل کې همکاري روانه وساتو، د خلکو له روغتیا ملاتړ وکړو، کار او تولید ته وده ورکړو او د خلکو د هوسا ژوندانه لپاره د کرونا تر پای ته رسیدو پورې خپلې هڅې ډاډمنې کړو.

افغانستان، نیبال او پاکستان له چین سره په اړوند برخو کې پر ګډو اقتصادي او روغتیایي همکاریو ټینګار څرګند کړ او ژمنه وشوه، چې د روغتیا لپاره د ورېښمو لارې د رامنځته کولو لپاره کار او  هڅې نورې هم ګړندۍ شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغو هېوادونو پر دیجیتلي همکاریو هم ټینګار کړی او ویل شويو چې د سوداګرۍ پیاوړتیا ته ډېره اړتیا لیدل کیږي.

چین د نړیوالو قوانینو تر چتر لاندې له پرمختیایي هېوادونو ملاتړ او د دوی ګډې اقتصادي ګټې په نړیوال سیستم کې یوه اړتیا بولي او څرګندوي، چې د نظامونو تر منځ همکاري یوه نړیواله اړتیا ده.  

Trending

Exit mobile version