تازه خبرونه

چینايي او امریکايي پانګوالو ته د پانګونې د جلب او جذب بهیر وړاندې شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې؛ نن (چارشنبه د لیندۍ ۸ نېټه ) له چینايي او امریکايي پانګوالو سره یوه غونډه جوړه شوه، چې په کې په افغانستان کې د ترانزیتي پانګونې د جلب او جذب بهیر دغو پانګوالو ته تشریح شو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پانګونې رییس صبغت‌الله اخوندزاده ویلي: په افغانستان کې عمومي امنیت برابر شوی او پانګوال کولی شي په دې هېواد کې اسانه پانګونه وکړي.

دغه وزارت زیاته کړې، ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې ریاست په هېواد کې د پانګونې د جلب او جذب د بهیر په اړه پریزنتیشن وړاندې شو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه او شته پروژې یې له هغوی سره شریکې کړې.

په پای کې د چینایي او امریکايي پانګوالو تخنیکي پوښتنو ته، چې غوښتل یې په انرژۍ، کانونو او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي؛ ځواب ورکړ شو.

Trending

Exit mobile version