سوداگري
چینایي پانګوالو په افغانستان کې موټر جوړولو ته لیوالتیا څرګنده کړه
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې ويلي؛ یو شمېر چینايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پر موټر جوړولو او برښنايي موټرو بطریو پانګونه وکړي.
د هېواد صنعتکارانو ټولنې مسوولينو دغه څرګندونې په چين کې د يوه نړيوال نندارتون له لیدنې وروسته کړې دي.
د دغې اتحادیې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چینایي پانګوالو پر باور که د افغانستان او چین ترمنځ بانکي ستونزې اوارې شي دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د موټرو پر تولید او د برقي موټرو بطریو جوړولو پانګونه وکړي.
د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي ويلي: د موټر جوړولو د شرکت مسوولينو ويلي، چې که د چين او افغانستان تر منځ بانکي ستونزې اوارې شي، ډېر ژر به په افغانستان کې د استازولۍ دفتر پرانيزي او په دې هېواد کې به خپل توليد او پلور پيل کړي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه او شرایط د پخوا پر پرتله ښه شوي او پانګوال کولی شي د چین په ګډون د نړۍ له هر ځای څخه دلته پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: مونږ د پانګونې په برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوو، چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دغه بهیر پراخ کړو.
د اقتصادي کارپوهانو پر اند په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جذبول د هېواد اقتصادي وضعیت ته د ودې، پرمختګ او پراختیا زمینه برابره ولی شي او اسلامي امارت ته لازمه ده، چې د دغو پانګونو د زیاتوالي لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.