تازه خبرونه

چین افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیل کړه او پر وارداتو یې مالیه وبښله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۸, ۱۴۰۱)

د چین حکومت په ډاګه کړې؛ د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ به افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیل کړي او له افغانستان څخه به ۹۸ سلنه وارداتي توکو ته له مالیې ورکولو پرته اجازه ورکړي.

د رویترز د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې پر ورځ په ازبکستان کې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقی سره د کتنې پر مهال دغه هڅې په ډاګه کړې دي.

وانګ یي دا هم ویلي، چې چین له پاکستان سره د چین د اقتصادي دهلیز د غزولو ترڅنګ له افغانستان هم ملاتړ کوي.

هغه له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې پر افغانستان بندیزونه پای ته ورسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، وانګ یي د کوکنارو د کرکیلې د بدیل په مرسته کې هم د چین له چمتووالي خبر ورکړ.

په دې کتنه کې متقي له چین څخه مننه وکړه، چې د افغانستان آریانا افغان هوايي شرکت ته د الوتنو آسانتیاوې برابرې کړې، چې له دې سره به د افغانستان صادرات هم ډېر شي.

Trending

Exit mobile version