تازه خبرونه
چین او افغانستان د ګډو ګټو لپاره متقابل عمل ته اړتیا لري – عبدالسلام حنفي
په دې غونډو کې، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردک هم په کې ګډون درلود؛ د افغانستان او چین ترمنځ په بېلابېلو اړخونو کې د ګټو لپاره د متقابل عمل پر اړتیا ټینګار وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چین ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو او یو شمېر پانګوالو سره ولیدل او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
په دې غونډو کې، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردک هم په کې ګډون درلود؛ د افغانستان او چین ترمنځ په بېلابېلو اړخونو کې د ګټو لپاره د متقابل عمل پر اړتیا ټینګار وشو.
د اسلامي امارت اداري مرستیال د “یو کمربند او یوې لارې” لویې پروژې د ملاتړ تر څنګ هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به په بېلابېلو برخو کې پیاوړې او پراخه شي.
له بلې خوا د چین د ملي کانګرس د دایمي کمیټې مرستیال وانګ دونګ مینګ هم په خپله وینا کې وویل، چې چین او افغانستان د دوه نږدې ګاونډیانو په توګه په خپلو اړیکو کې هیڅ راز ستونزه نلري او ټینګار یې وکړ، چې همکاري باید د ګډو ګټو پر بنسټ پیاوړې شي.
هغه زیاته کړې، چې د چین- جنوبي آسیا د نندارتون پرانیستل به د افغانستان لپاره نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
په همدې حال کې چینایي پانګوالو د اسلامي امارت له پلاوي سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده او له اسلامي امارت څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د هېواد ادارې مرستیال په افغانستان کې د پانګونې پراخو فرصتونو ته په نغوته کې ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو، په ځانګړي توګه چین ته د هر راز همکارۍ او د اړینو شرایطو برابرولو لپاره چمتوالی لري.