Connect with us

تازه خبرونه

چین او پاکستان د اورومچي بهیر او سیمه‌ییز امنیت په اړه سلا مشورې وکړې

محمد صادق دا لیدنه رغنده وبلله او وایي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.

خپور شوی

د

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ له خپل پاکستاني سیال محمد صادق سره کتلي او دواړو لوریو د اورومچي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي. د خبرو اترو دغه سیمه‌ییز میکانیزم، چې افغانستان هم په کې ګډون لري؛ د روان کال په اپریل کې پیل شوی دی.

افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ په اسلام‌آباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره له لیدنې خبر ورکړی دی.

یو شیاویونګ په ایکس پاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې یې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پېنځه‌اویاایمې کلیزې د نمانځنې یادونه کړې، بلکې د چین پر کوربتوب یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورمچي د مذاکراتو په اړه هم رغنده خبرې کړې دي.

دغه راز محمد صادق هم دا لیدنه رغنده بللې او لیکي، چې خبرې تر ډېره د سیمې پر امنیتي ننګونو راوڅرخېدې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به د ترهګرۍ ضد هڅې همغږې او همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

دغه راز محمد صادق د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د چوپړتیاوو د آسیا ـ آرام سمندر څانګې له رییس  اریک کورزویل او د افغانستان په چارو کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برترانډ سره هم لیدلي او د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.

صادق ویلي: «مونږ د ترهګرۍ او ورسره تړلو ګواښونو په اړه خبرې وکړې؛ د هغو ګواښونو په ګډون، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ پوځ په څېر ډلې یې رامنځته کوي … او مونږ د همغږي تعامل پر اړتیا هم ټینګار وکړ.»

پاکستانيو مسوولانو څو ځله ادعا کړې، چې په پاکستان کې ځینې بریدونه له افغانستان څخه سرچینه اخلي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت ردکړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان په ناامنیو کې هیڅ راز لاس نه‌لري.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ

د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبة‌الله آخوندزاده په یوه پېنځه‌ماده‌ییز فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې یې اړوند محکمو ته وروپېژني.

د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، محکمې مکلفې شوې دي، چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.

دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې د هېواد پر لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او د قربانیانو شمېر هم لوړ دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نه‌لرو- امریکا

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نه‌کوي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت د پانګونې د وړاندیز په اړه ویلي؛ واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نه‌لري او د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې به هم له دوی سره همکاري ونه‌کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نه‌کوي.

دا څرګندونې له هغې وروسته راغلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، بېخبناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي وه، چې اسلامي امارت له دا ډول پانګونو هرکلی کوي.

امیرخان متقي له «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت او امریکا اړیکې باید د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې پر بنسټ ونه‌ارزول شي او دواړه لوري باید پر راتلونکو همکاریو راوڅرخیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د چارشنبې پر ورځ له واشنګټن سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغان‌توکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

Published

on

د کالیفورنیا ایالت پخوانۍ افغان‌توکمې سناتورې عایشې وهاب د چارشنبې پر ورځ د امریکا د استازو په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه او د استازو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

عایشې له لوړې وروسته د خپلې پالنې له بهیر څخه تر کانګرس پورې د ژوندانه د سفر په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د یو شخص تېر ژوند د هغه راتلونکی نه‌ټاکي.

هغې ویلي:« زه کانګرس ته په داسې حال کې راغلم، چې له ځان سره مې د هغې پخوانۍ ماشومې د زړه درزا راوړې، چې د پالوونکو کورنیو په غېږ کې لویه شوې ده.»

عایشه وهاب د نیویارک د یوې افغان کډوالې کورنۍ له چاپېریاله نړۍ ته سترګې وغړولې او بیا د ماشومانو د پالنې د نظام تر چتر لاندې لومړی په نیویارک او وروسته کالیفورنیا فریمونټ ښار کې لویه شوې ده. هغې له دې مخکې د هی‌وارډ ښاروالۍ د شورا غړیتوب ترسره کړی او د کالیفورنیا د ایالتي سنا د لسمې حوزې استازې وه. وهاب د سویلي کالیفورنیا د پوهنتون د ټولنیزې مرستې په برخه کې دوکټورا لري.

عایشې په استازو جرګه کې د وینا پر مهال د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګندوي، د امریکا خلک د کورونو د بیو، ښاري خدمتونو، خوراکي توکو، زده‌کړو، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو له لوړېدا سره مخ دي.

هغې زیاته کړې:« لکه یوه سیاستواله موخه مې ساده ده: له تاسو ټولو سره یو ځای د امریکا د خلکو د خدمت لپاره؛ له ګوندي  تړاو پرته کار کول دي.»

د کالیفورنیا ډیموکراټې استازې زوئي لوفګرن وهاب د استازو جرګې په تالار کې معرفي کړه او د پالوونکو کورنیو تر سرپرستۍ لاندې د ماشومانو او زیان‌منو خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د هغې د مخینې او فعالیتونو یادونه وکړه.

لوفګرن ویلي:« نن هغې خپل نوم لکه یوه افغان‌توکمه غړې د استازو جرګې په تاریخ کې ثبت کړ.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!