تازه خبرونه
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل چیني سیال سره د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې زرداري او “وانګ یي” په دې لیدنه کې د پراخ بنسټه حکومت او همدرانګه د ښځو او ماشومانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر له امریکا څخه وروسته چین ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې له خپل چینایي سیال سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بلاول بوټو زرداري له وانګ یي سره په لیدنه کې د پراخ بنسټه حکومت او د ښځو او ماشومانو حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د دې خبرپاڼې په یوه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پر پياوړتیا هم ټینګار شوی او له اسلامي امارت څخه غوښتنه شوې، چې د بهرني او کورني سیاست په برخه کې متعادل ووسي او اجازه ورنکړي، چې د افغاانستان له خاورې ګاونډ هېوادونه وګواښل شي.
دوی څرګنده کړې؛ په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې سوکالۍ او پراختیا لپاره حیاتي ده.
دا هم اړینه ده، چې باید ټولګډونه حکومت رامنځته شي او د ښځو او ماشومانو حقوق په افغانستان کې خوندي شي. مونږ له طالبانو څخه غواړو اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.
د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا د مخنیوي لپاره مرسته وکړي او د افغانستان په اقتصاد او بیارغونه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان له نوي نظام سره په سیاسي تعامل کې پراخه مرسته وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ هېواد کې مو اوس یو نظام رامنځته شوی، چې د خلکو له ملاتړه برخمن هم دی. دغه نظام امنیت خوندي کړی او د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول معیارونه پوره کړي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړۍ او ګاونډ هېوادونه یې تر څنګ ودریږي او رسمي تعاملات پیل کړي، چې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې د پرمختګونو لیدونکي شوو.
د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لیدنه کې همدارنګه هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي دهلیز له اسلامي امارت سره په مشورې پراخوي.
دا اقتصادي دهلیز سي پیک نوميږي، چې له پرانستلو سره به یې افغانستان د لسګونه میلیارد ډالر ترلاسه کړي.
