ساینس او ټیکنالوژي
چین به په روان کال له ۵۰ ډېر توغندي او فضایي بیړۍ وتوغوي
(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۰)
د چین فضایي ادارې په ډاګه کړې، چې سږ کال به د نورو فضايي څېړنو لپاره له ۵۰ ډېر توغندي او فضايي بېړۍ واستوي.
ويل کيږي، چې د دې ماموريت ټولې څېړنې او پراختيا، توليد او ستونزو موندلو تول پړاوونه په منظم بڼه د تر سره کېدو په حال کې دي.
دغه هېواد په پام کې لري، چې د «Long March-8 Y2» توغندی، چې دوه پړاویزه توغندی دی؛ د فبرورۍ په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې وتوغول شي.
دغه توغندی به د چین له سویل های نان ولایت څخه وتوغول شي.
تمه ده، چې دا توغندی به د راتلونکي ماموریت لپاره ۲۲ سوداګریزې سپوږمکۍ ولیږدوي. دا د چین لخوا په یوه الوتنه کې د سپوږمکیو ترټولو لوی شمېر دی.