سوداگري

چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزيو صادرات يو ځل بيا پيل شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر وځ ( د تلې ۱۸ ) له څو میاشتني ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزیو صادرات بېرته پیل شول.

د اسلامي امارت د رییس الوزرا  اقتصادي مرستیال ويلي؛ جلغوزي د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دي او غواړي، چې له هوايي دهلېز څخه ډېر جلغوزي صادر شي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ افغانستان غواړي له چین سره سوداګریزې اړیکې پراخې وساتي او له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې همکارۍ کولی شي تر یوه بریده د افغانانو اقتصادي ستونزې اوارې کړي.

ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلېز له جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې  وده وکړي او د جلغوزیو تولید او پروسس به ورسره پیاوړی شي.

هغه هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې په ګډون نور هېوادونه هم له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، هڅې روانې دي، چې اروپا، پاکستان، امریکا او عربي هېوادونو ته د جلغوزیو صادرات پیل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم هیله من دي، چې د جلغوزیو د صادراتو په بیا پیلېدو سره به یې بهر ته د قاچاق مخه ونیول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي: مونږ غواړو یو رښتینی او پر ځان بسیا اقتصاد ولرو. مونږ تل د نړۍ هېوادونو ته ویلي، چې که دوی زمونږ ملي ګټې په پام کې ونیسي؛ مونږ به یې هم په پام کې ونیسو.

د هوايي دهلېز بيا فعالېدل په افغانستان کې د سوداګریز ډګر ستر بدلون دی. له دې مخکې د افغانستان جلغوزي، زعفران، هنګ او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه چين، هند او عربي متحده اماراتو ته صادرېدل.

Trending

Exit mobile version