ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین خپل ګرځند فضایي تمځي ته بشپړ څېړنیز لابراتوار ولېږداوه

Published

on

چین د وینچانګ له فضایي اډې څخه خپل ګرځند فضایي تمځي ته بشپړ څېړنیز لابراتوار ولېږداوه، چې په راتلونکیو خلایي څېړنو کې به رغنده رول ولوبوي.

د اسوشیتید پرس د څرګندونو له مخې؛ دغه وینتیان نومی لابراتوار د یکشنبې پر ورځ د های نان ولایت د استوایي تاپو له وینچانګ فضایي اډې څخه د لیواله انځورګرو او د فضا مینه والو د لوی شمېر په ګډون وتوغول شو.

د چین فضایي ادارې ویلي، چې د دوشنبې پر سهار له ۱۳ ګړیو الوتنې وروسته له خپلې سپوږمکۍ سره ونښلول شو.

د دولتي ګلوبل تایمز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغه ۲۳ ټني دروند وینتیان د ساینسي او ​​بیولوژيکي تجربو لپاره ډیزاین.

وینتیان به د دوه یم لابراتوار مینګتیان لخوا تر څارڼې لاندې وي، چې د اکتوبر په میاشت کې به وتوغول شي شي.

درې ستورمزلي اوسمهال په اصلي ماډل کې شپږ میاشتني ماموریت ترسره کوي او وینتیان یې تر څارنې لاندې نیولی دی.

Trending

Exit mobile version