تازه خبرونه

چین د اسلامي امارت غوره شوي افغان ډیپلوماټان مني

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي چین ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي؛ چین په بیجینګ کې د افغانستان سفارت ته د اسلامي امارت لخوا ټاکل شوي ډیپلوماټان منلي دي.

مولوي متقي تېره اوونۍ چین ته د افغانستان په اړه له څو اړخیزې غونډې وروسته دا خبره په ډاګه کړې ده.

مولوي امیر خان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي، چین د افغانستان په سفارت کې زمونږ ډیپلوماټان منلي دي.

هغه زیاته کړې؛ دا هغه هڅې دي، چې د چين د ښه نيت څرګندونه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د تېر کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل؛ خو تر اوسه د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټولنې د رسمي حکومت په توګه پر رسمیت ندی پېژندلی.

تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه، چې مسکو د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ لومړنی ډیپلوماټ ومانه.

متقي خبريالانو ته په خپلو څرګندونو کې دا هم وويل چې له لسيزو جګړو وروسته اوس افغانستان خوندي شوى او د اقتصادي بيارغونې لپاره زمينه برابره شوې ده.

امیر خان متقي دغه راز خبریالانو ته ویلي؛ مونږ له افغانستان سره د چین له اقتصادي مرستو مننه کوو. مونږ د افغانستان د تولیداتو د واردولو په اړه د چین له آسانتیاوو ستاینه کوو.

هغه زیاته کړې: د دغه راز آسانتیاوو پر برابرولو به منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د افغانستان له لارې ونښلول شي.

دغه راز نوموړي په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې غوښتنه هم وکړه.

مولوي متقي د داعش په اړه، ویلي، چې دا ډله ځپل شوې او د افغانستان پولې تر څارنې لاندې دي.

هغه وایي: په تېرو څلور مياشتو کې داعش ندى توانېدلى، چې په افغانستان کې کوم بريد ترسره کړي. مونږ اوس کولی شو ووایو، چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او له نړۍ سره پخپلو ژمنو ولاړ یو او د دې هېواد خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

امیرخان متقي دغه راز په چین کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې له دی وروسته به افغانستان د سیمې هېوادونو د سیالیو پر ډګر بدل نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له تېرو اووه میاشتو راپدیخوا په یو لړ سفرونو کې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل غوښتونکی شوی او هڅه کوي، چې له نړیوالو سره خوندي او برابرې اړیکې ټینګې کړي.

Trending

Exit mobile version