تازه خبرونه
چین د افغانستان او د پاکستان پوځي رژیم په اوربند کې د ترکیې او قطر له منځګړیتوب ستاینه وکړه
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاقون په بیجینګ کې د یوه خبري کنفرانس پر وخت د خپل هېواد د رسمي دریځ له اعلانولو سره وویل: “چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي او د ښکېلو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ترکیې او قطر له هڅو ستاینه کوي.”
چین د ترکیې او قطر له ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې او وایي، چې د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ یې د اوربند په رامنځته کولو کې اړین رول لوبولی دی.
د اوربند دا هوکړه د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې لاسلیک شوې، چې د سیمهییز ثبات او ډیپلوماسۍ پر لوري یو اړین ګام ارزول کیږي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاقون په بیجینګ کې د یوه خبري کنفرانس پر وخت د خپل هېواد د رسمي دریځ له اعلانولو سره وویل: “چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کوي او د ښکېلو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ترکیې او قطر له هڅو ستاینه کوي.”
هغه زیاته کړې؛ پاکستان او افغانستان دواړه د چین اوږدمهاله دودیز ملګري دي.
چینایي چارواکو ټینګار کړی: بیجینګ په صادقانه توګه هیله لري، چې کابل او اسلامآباد کولی شي خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوامداره اوربند د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله په سیمهییز ثبات کې بنسټیز رول لوبوي.
هغه دا هم ویلي؛ چین چمتو دی، چې له دې بهیر څخه د ملاتړ لپاره رغنده هڅې وکړي. وروستۍ هوکړه د دوی ترمنځ د ژورو خبرو اترو د نوي پړاو پیل دی.
ټاکل شوې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي خبرو اترو بل پړاو د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه په استانبول کې ترسره شي، چې ترکیه به یو ځل بیا د سیمهییز ثبات په یقیني کولو کې د منځګړي او آسانتیا برابرونکي رول ولوبوي.