سوداگري

چین د افغانستان د انرژۍ او برښنا په پروژو کې پانګونې ته لیواله دی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۱)

د چین د سړکونو او پلونو کارپوریشن (CRBC) په افغانستان کې د اوبو د زیرمه کولو د بندونو او انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونې ته لیواله څرګنده کړې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت (MEW) تویت کړی، چې د CRBC مشر او د دې شرکت یو شمېر تخنیکي چارواکو له عبداللطیف منصور سره وکتل او په هېواد کې یې پر دغو پروژو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د CRBC چارواکو په افغانستان کې د اوبو د زیرمو د بندونو او د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې ليوالتیا لري.

عبداللطیف منصور په هېواد کې د چینایي پانګوالو له لیوالتیا څخه خوښي څرګنده کړې او وایي، چې د دغو پروژو په جوړولو کې به دوی ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

له بلې خوا د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي؛ هڅه کوي، چې د اوبو د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په پروژو کې هم افغان پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اوبو او برښنا وزیر له یوه پلاوي سره ازبکستان ته سفر کړی و او د دغه هېواد د برښنا شرکت سره یې د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره افغانستان ته د وارداتي برښنا قرارداد وغزاوه.

Trending

Exit mobile version