تازه خبرونه

چین د افغانستان له حکومت او خلکو خپل ملاتړ روان ساتلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۴۰۱)

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تېره شپه (د سلواغې ٢٥مه) په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې په کابل کې د چين سفير د بهرنيو چارو له وزير اميرخان موتګي سره وکتل.

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ تېره ورځ په کابل کې د چین سفیر وانګ یو له امیر خان متقي سره وکتل او د افغانستان له حکومت څخه یې د ملاتړ تر څنګ له اړمنو افغانانو سره پر مرستو  هم بحٍ او خبرې وکړې.

وانګ یو ویلي، چې هیواد یې له نوي افغان حکومت څخه ننګه او ملاتړ روان ساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ور ته ارزښت لري.

د چین سفیر په دې لیدنه کې د یو لړ چارو د ترسره کولو تر څنګ د ژمنیو توکو د مرستو یادونه هم وکړه، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې به د یوه میکانیزم له لارې یو شمېر مرستې اړمنو افغانانو ته ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانانو د لاسنیوي تر څنګ د دغه هېواد د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته چمتووالی او دغه راز د چین وروستۍ هڅې وستایلې، چې د افغان محصولاتو څخه یې د مالیې وړ سوداګریزو توکو ۹۸ سلنه تعرفې صفر ته راټیتې کړې دي.

Trending

Exit mobile version