تازه خبرونه
چین د بګرام پر هوایي اډه کنترول نلري – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد د شنبې پر ورځ(د چنګاښ یوویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي: “زه باور لرم هغه راپور، چې کمونیست چین اوس د بګرام سټراټیژیکه هوايي اډه کنټرولوي؛ رښتیا ندی.”
په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هغه راپورونه او څرګندونې رد کړي، چې چین د بګرام هوايي اډه کنټرولوي.
نوموړي پرته له دې، چې د چا نوم واخلي د یوه راپور په اړه ویلي؛ د بګرام کنټرول د چین په لاس کې ندی.
خلیلزاد د شنبې پر ورځ(د چنګاښ یوویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي: “زه باور لرم هغه راپور، چې کمونیست چین اوس د بګرام سټراټیژیکه هوايي اډه کنټرولوي؛ رښتیا ندی.”
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوـ څو ځله ویلي، چې چین د بګرام هوايي اډه کنټرولوي.
په وروستۍ قضیه کې، ټرمپ تیره اونۍ له اډې څخه د امریکا د وتلو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې چین اوس یې کنټرولوي.
دوه ورځې مخکې زلمي خلیلزاد د ایکس په اړه د هغه راپور لینک خپور کړ، چې په کې د چین لخوا د بګرام هوايي اډې پر کنټول ټینګار شوی و.
خلیلزاد د همدې راپور په غبرګون کې ولیکل؛ هغه باور نلري، چې چین د اډې کنټرول ولري.
ولسمشر ټرمپ واک ته له بیا رسېدو وروسته برلهپسې له افغانستان څخه د ګړندي وتلو په اړه پر جوبایډن نیوکه کړې او څرګندوي، چې که هغه ولسمشر وای؛ د بګرام هوايي اډې کنټرول یې ساته.
ټرمپ ټینګار کړی و، چې بګرام د امریکا یوه لویه پوځي اډه وه، چې د چین له اټومي تاسیساتو یې یوازې یو ساعت واټن درلود.
دغه راز د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ تېره ورځ په فلوریډا کې د خپلې وینا پر مهال د پخواني ولسمشر جو بایډن اداره تر نیوکې لاندې ونیوله او وایي؛ له افغانستان څخه د وتلو علت د ځواکونو کمزورتیا نه، بلکې د بایډن د ادارې سیاسي صعف و.
د بګرام هوايي اډه، چې د کابل په شمال کې موقعیت لري؛ د دوه لسیزو لپاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اصلي اډه وه.