ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د سپوږمۍ نیولو هڅه کوي – ناسا

Published

on

د ناسا ټولنې مشر بیل نیلسون له آلماني مجلې بیلد سره د خبرو پر مهال خبرداری ورکړی، چې چین پخپل فضايي پروګرام نه یوازې د پوځي موخې د څارلو، بلکې د سوږمۍ د نیولو هڅې هم کوي.

د امريکا د فضايي ادارې ناسا مشر بيل نيلسون له یادې مجلې سره پرون (شنبه د چنګاښ ۱۱) د چين پر فضايي پروګرام بحث او خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ باید اندېښنه ولرو، چې چینایي ستورمزلي به پر سپوږمۍ کښیني او دا هېواد به ووایي: سپوږمۍ زمونږ ده او تاسې ته په دې سیاره کې ځای نشته.

نېلسون همداراز د فضايي سفر په برخه کې د نړيوالې همکارۍ په تړاو ويلي؛ د امريکا د آرتيميس پروګرام پر پرتله چينايان نه غواړي، چې د خپلو څېړنو پايلې شريکې کړي او په ګډه له سپوږمۍ ګټه واخلي.

د چین دولتي رسنیو ویلي، دغه هېواد هڅه کوي خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږدوي. لکه، چې ښکاري چين هڅه کوي؛ د روانې پېړۍ په دېرشمه لسیزه کې پر سپوږمۍ یو تلپاتی څېړنيز مرکز جوړ کړي.

شونې ده، چې چينايان له روسيې سره په ګډه دغه مرکز جوړ او وکاروي.

امریکا پلان لري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې سپوږمۍ ته یو ماموریت پیل کړي. د سپوږمۍ په مدار کې سټیشنونه باید په دې لوري کار وکړي.

امریکا یوازنی هېواد دی، چې ستورمزلي یې سپوږمۍ ته رسولي دي.

د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ کلونو تر منځ  امریکایي ستورمزلو او خلابازانو د ناسا پر مشرۍ بریالي شوي، چې پر سپوږمۍ ګامونه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version