لوبی
چین د ژمني المپیک په درشل کې د کرونا ۳۶ پېښې ثبت کړې
رویټرز راپور ورکړی، چې چین پرون(جمعه د سلواغې ۸) د بېجینګ ژمنیو اولمپیک لوبو په درشل کې د ورغلیو لوبغاړیو او مسوولینو ترمنځ د کرونا ویروس ۳۶ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو تنظيموونکیو دغه پېښې تائيد کړې دي.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۹ ناروغان لوبغاړي یا د لوبډلو مسوولین دي، چې اوس اوس چین ته رارسیدلي دي.
ټاکل شوې ده، چې له څو ورځو وروسته په چين کې ژمني اولمپيک لوبې پيل شي.
لوبی
علي بلال د درېیم ځل لپاره د مستر المپیا دوهیم مقام خپل کړ
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
د بدني ښکلا افغان لوبغاړي علي بلال د درېیم پرلهپسې ځل لپاره د مسټر المپیا سیالیو د نرینهوو په فزیکي لوبو کې دوهیم مقام خپل کړ.
علي بلال د انګلستان د رایان ټیري وروسته دوهیم شو او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ. په داسې حال کې، چې د امریکا کیرون هولډن درېیم مقام خپل کړ.
علي بلال له دې مخکې د نیویارک پرو سیالیو اتلولي او د پټرزبورګ پرو سیالیو دوهیم مقام هم خپل کړی دی.
د سږني مسټر المپیا سیالۍ د امریکا په لاسویګاس ښار په بېلابېلو برخو کې ترسره شوې دي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په پېنځهویشتمه لوبه کې ابومسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب ته۰-۲ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن(شنبه) په کابل کې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو هڅې وکړې؛ خو له رامنځته شویو فرصتونو هیڅ یو هم پر ګول وهلو بریالی نهشو او دواړه لوبډلې له ګول پرته مساوي پایلې سره دمهځای ته ولاړې.
د دوهیمې نیمایي له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ابومسلم فراه لومړی ګول وواهه او له سیالې لوبډلې مخکې شو.
وروسته علیرضا پناهي د ابومسلم فراه لپاره دوهیم ګول وواهه او خراسان فاریاب ته یې د دوهیم ګول اجازه ورکړه، چې په پایله کې لوبه د ابومسلم فراه پر بریا پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د ابومسلم فراه لوبغاړو ۱۳ فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. خراسان فاریاب هم اووه فاولونه وکړل او یو ژېړ کارت یې ترلاسه کړ.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په څلیریشتمه لوبه کې عمر ځواک هرات لوبډلې طوفان هرات ته ۱- ۰ ماتې ورکړه.
دا لوبه نن( شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د سیالې لوبډلې د دروازې د پرانیستلو لپاره ګڼې هڅې وکړې، خو رامنځته شوي فرصتونه پر ګول بدل نهشول.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې شاداب ملکزاده د لوبې پر شپږاتباومه دقیقه کې پر یوه ښکلي ګوزار د عمر ځواک هرات لپاره لومړی او یوازنی ګول وواهه.
په دې لوبه کې طوفان هرات اته فاولونه وکړل او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل. عمر ځواک هرات شپږ فاولونه وکړل، یو ژېړ او یو سور کارت یې هم ترلاسه کړ.
طوفان هرات به په خپله راتلونکې لوبه کې د سپټمبر پر نههویشتمه له عینو مېنه کندهار سره ولوبېږي او عمر ځواک هرات به د سپټمبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
-
لوبی4 days agoافغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې
