ساینس او ټیکنالوژي
چین د یوه ناڅرګند څیز د څېړلو لپاره فضایي بېړۍ لېږلې
(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۴۰۰)
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ چین د سپوږمۍ شاوخوا ته د یوه مرموز څیز د لیدنې او څېړنې لپاره خپله فضایي یو ټو – ۲بېړۍ استولې ده.
په حقیقت کې دا چینایي بېړۍ د سپوږمۍ په تیاره اړخ کې د مکعب بڼې لرونکي څیز د څېړنې لپاره لیږل شوې ده.
چین د سپوږمۍ پر سطحه د یوه ناڅرګند شي په اړه څېړنه پیل کړې ده. د سپوږمۍ په تیاره برخه کې دغه څیز یو کور ته ورته بڼه لري، چې د نومبر په میاشت کې لیدل شوی دی.
دې شي د ساینس پوهانو ډېره پاملرنه ځانته رااړولی ده.
د یوټو- ۲ فضايي بېړۍ د دغه څیز پر لوري روانه شوې او ویل کیږي، چې له ۲ څخه تر ۳ قمري ورځو، چې له ۲ څخه تر۳ ځمکنيو میاشتو پورې وخت نیسي؛ تر څېړنو لاندې څیز ته رسیږي او له نږدې څخه یې ارزونه کوي او بیا به پدې اړه خپل معلومات ځمکې ته راولیږدوي.