سوداگري
چین غواړي د افغانستان د لیتیم په کانونو کې لس میلیارد دالره پانګونه وکړي
ګوچین نومي چینايي شرکت ویلي، که د افغانستان د لیتیم کانونو قرارداد وروسپارل شي؛ غواړي په دغو کانونو ۱۰ میلیارد دالره پانګونه وکړي.
د دغه شرکت استازي د پنجشنبې پر ورځ (د وري ۲۴ ) په کابل کې د کانونو او پتروليم له وزير شهاب الدين دلاور سره وکتل.
د کانونو او پترولیم وزارت په اعلامیه کې د ګوچین شرکت د استازي د څرګندونو له مخې ویلي، چې د افغانستان د لیتیم په کانونو کې له پانګونې سره به څه باندې ۱۲۰ زره کسانو ته په مستقیم او یو میلیون کسانو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د اعلامیې له مخې؛ شهاب الدین دلاور د افغانستان د لیتیم په کانونو کې د پانګونې لپاره د ګوچین له لیوالتیا هرکلی کړی او وایي، چې لیتیم د نړۍ یو له نادرو کانونو څخه دی.
شهاب الدین دلاور زياته کړې، چې د ټول افغان ولس سترګې د ليتيمو کانونو ته اوړي.
د کانونو او پتروليم وزارت پرېکړه کړې، چې د کانونو د قانون له مخې به د هېواد د کانونو قراردادونه ترسره کړي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې د چینايي شرکت استازي وړاندیز وکړ، چې که د افغانستان د لیتیم کانونو قرارداد دوی ته وسپارل شي؛ دوی به په اووه میاشتو کې د سالنګ تونل ورغوي او په سالنګ کې به یو بل نوی تونل هم کوړ کړي.
د ګوچین شرکت استازي دا ټینګار هم کړی، چې د لیتیم پروسس به په افغانستان کې ترسره شي او د دې کار لپاره به د برېښنا یو بند هم جوړ کړي.
د ګوچین شرکت استازي ویلي، چې دوی به د نورستان- کونړ او لغمان لویه لارپخه او ونښلوي.
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له اسلامي امارت سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.
په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان هم له یوې چینایي کمپنۍ سره قرارداد شوی؛ خو د استخراج عملي کار یې پیل شوی ندی.
څو میاشتې مخکې شهاب الدین دلاور له MCC څخه وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه پوره کړي او د عینک د مسو کان استخراج پیل کړي.