تازه خبرونه
چین له افغانستان سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فوکونګ د دوشنبې پر ورځ د اسلامي امارت ډیپلوماټیک پرمختګ ته په نغوته(اشاره ) کې وویل، چې په تېر کال کې څو هېوادونو له افغان حکومت سره خبرې، تعامل او همکاري کړې ده.
چین له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره اړیکې وساتي او له کابل سره اقتصادي همکارۍ او بشري مرستې پراخې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فوکونګ د دوشنبې پر ورځ د اسلامي امارت ډیپلوماټیک پرمختګ ته په نغوته(اشاره ) کې وویل، چې په تېر کال کې څو هېوادونو له افغان حکومت سره خبرې، تعامل او همکاري کړې ده.
فوکونګ ویلي؛ امریکا او اروپا افغانستان ته اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.
هغه دا غوښتنه هم وکړه، چې پرته له سیاسي ملاحظاتو افغانانو ته خپلې مرستې روانې وساتي.
چین په داسې حال کې له افغان حکومت سره پر اړیکو ټینګار کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست ) امیر خان متقي عمان ته د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره سفر کړی دی.