سیمه ییز خبرونه
ډاكټرعبدالله عبدلله د افغان ولسمشر له څرگندونو ملاتړ څرگند كړ
د تغييرو اميد ائتلاف مشرډاكټرعبدالله عبدلله د سولې د خبرو اترو په اړه د افغان ولسمشرله څرگندونو او د پاكستان په باب د ده له سياست څخه ملاتړ څرگند كړ.
افغان ولسمشر د يوې بيانې په ترڅ كې ويلي، چې:
په نږدې راتلونكې كې به د سولې د خبرو اترو او له نورو هېوادونو سره د ستراتيژيكو همكاريو په اړه به دوديزه لويه جرگه را وغوښتل شي.
افغان ولسمشرحامد كرزي د دې مطلب په بيانولو پاكستان تورن كړ، چې په افغانستان كې يې د سولې د ټينگښت په اړه همكاري نه ده كړې.
هغه وايي:
په اوسني حال كې بايد له دولتونو سره د سولې خبرې وشي، نه له تړليو او لاسپوڅو ډلو سره.
له وسله والو مخالفينو سره د حكومت د خبرو اترو د نه برياليتوب او د جدي نيوكو زياتوالى د دې لامل شو ، چې ولسمشر كرزى په دې برخه كې د حكومت ښكاره دريځ په ډاگه كړي.
حامد كرزي د دوشنبې په ماښام(د تلې ۱۱) په يوه تلويزيوني وينا كې وويل، چې:
له مخالفينو سره د سولې د ټينگښت په اړه د حكومت هڅو پايله نه ده وركړې او په دې تگلارو بيا كتنې ته اړتيا ده.
ولسمشر كرزي پاكستان تورن كړ، چې په افغانستان كې يې د سولې د راوستلو په برخه كې همكاري كړې نه ده .
په دې وينا كې ولسمشر كرزي روان كال د افغانستان لپاره مهم وباله او ويې ويل، چې:
په دې كال كې مهمې پېښې لكه د بن دوه يم كنفرانس او له دوستو هېوادونو سره د ستراتيژيكو تړونو لاسليكول يې لومړيتوبونه دي.
ولسمشر د افغانستان له خلكو وغوښتل، چې:
اوسنى ضعيت درك كړي، يووالى وساتي او د ستونزو په وړاندې استقامت ولري.
حامد كرزي ټينگاروكړ، چې:
ولسمشركرزي دغه راز د خپلو خبرو په يوه برخه كې په تېرو لس كلونو كې د افغانستان د بيارغونې په اړه د خپل حكومت هڅو ته په نغوته پر ناټو او د هغو پر متحدينو نيوكه وكړه، چې تل او هر وخت يې ورته ويلي، چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه د افغانستان په كليو كې نه، بلكې د ترهگرۍ ځالې او روزنځايونه بايد په بهر كې له منځه يووړل شي.
د تغييرو اميد ائتلاف مشر ډاكټرعبدالله عبدالله هيله ښكاره كړې، چې:
له دې وروسته به د افغانستان حكومت د وسله والو مخالفينو او بهرني سياست په برخه كې روښانه تگلاره ولري.
كه څه هم ولسمشر د سولې پروسې په نا كامولو كې په مستقيم ډول كوم هېواد نه دى تورن كړى، خو كارپوهان وايي، چې:
د ولسمشر كرزي په څرگندونو كې پاكستان ته اشاره شوې ده.
له دې وړاندې ولسمشر كرزي ويلي وه، چې له دې وروسته به له وسله والو طالبانو سره د خبرو پرځاى د پاكستان له دولت سره خبرې وكړي.
