سیمه ییز خبرونه

ډاکټر عبدالله عبدالله: که ولسمشر شم یو میلیون کاري فرصتونه به رامنځته کړم

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله وايي، كه ولسمشر شي، يو ميليون كاري فرصتونه به را منځته كړي. دى همدارنګه وايي، واك ته د رسېدو سره سم به د افغانستان اقتصادي ودې ته د نړيوال بانك د اټكل پر خلاف زياته وده وركړي.

افغانستان، چې په جګړه كې ښكېل هېواد دى، له اقتصادي پلوه هم په نازك حالت كې دى دغو حالاتو ته په کتو سره د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله خپله اقتصادي تګلاره اعلان كړه.

د هغه په وېنا ولسمشرۍ ته د رسېدو سره سم به د افغانستان په څلورو لويو سيندونو د برېښنا بندونه جوړ كړي، چې دوه زره درې سوه مېګاواټه برېښنا به توليد كړي.

د كروندګرو ملاتړ او د محصولاتو لپاره بازار موندنه، د اوسپنې پټلۍ رغول او د افغانستان د حلقوي سړكونو بشپړونه نور هغه مهم پرګرامونه دي، چې ډاكتر عبدالله يې ژمنه وركوي او وايي، چې له دې لارې به نږدې يو ميليون كاري فرصتونه رامنځته كړي.

د هغه په باور د افغانستان اقتصاد د نشه يي توكو په پېسو ولاړ دى او نا امنيو او كړكېچنو سياسي شرايطو پرې سيورى غوړولى دى.

دى همدرانګه زیاتوي، چې له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون به اقتصادي ودې ته لاره پرانيزي.

دا چې د كانديدانو طرحې او كړنلارې څومره عملي بڼه لري، وخت به يې ځواب ووايي.

Trending

Exit mobile version