لوبی

ډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه

دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۴

د ډېزرټ وایپرز لوبډلې د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ (ILT20) د څلورم پړاو په پایلوبه کې د ام‌آی امارات لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولۍ وګټله.

دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.

د ډیزرټ وایپرز لوبډلمشر انګلستاني سام کوران پر یوازې ځان ۷۴ منډې وکړې او مکس هولډن هم ۴۱ منډې ورزیاتې کړې.

د ام‌آی امارات لوبډله، چې د تېر پړاو اتله وه؛ په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۳۶ منډو پر تر سره کولو وسوځېده او ونه توانېده ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. د پاکستان نسیم شاه او د انګلستان ډېوېډ پاین هر یو درې ـ درې ویکټې واخیستې.

سام کورن د ۳۹۷ منډو پر کولو د سیالیو تر ټولو ډېرې منډې کوونکی لوبغاړی شو. په داسې حال کې، چې د افغانستان وقار سلام‌خېل او د متحده عربي اماراتو اجی کومار هر یو د ۱۸ ویکټو پر اخیستو په ګډه د سیالیو غوره ویکټ اخیستونکي وپېژندل شول.

Trending

Exit mobile version