تازه خبرونه
ډیموکراسۍ باید د خلکو د هوساینې لپاره وکارول شي – چینايي چارواکي
رویټرز په ډاګه کړې، چې د چین د رسنیو ټولنې مشر شین هایخونګ څرګنده کړې، چې ډیموکراسي باید د خلکو د ګټو او هوساینې لپاره وکارول شي.
نوموړي په بېجينګ کې د ډيموکراسۍ په نړيواله ناسته کې د وينا پر مهال ويلي، د ډيموکراسۍ موخه د خلکو هوساینه او ښه والی دی.
په دغه ناسته کې د ۱۲۰ هېوادونو روڼ اندو ګډون کړی و.
نوموړي په دې اړه زیاته کړې؛ ( ټولنیز مطابقتونه سره توپیر لري) امريکا کلونه کلونه د بېلا بېلو هېوادونو په تاريخ او ملي مقدساتو کې پراخ توپيرونه له پامه غورځولي او هڅه يې کړې، چې امريکایي ډيموکراسي پرې وروتپي، چې دې کار د نړۍ سوله او ثبات ډېر زيانمن کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې په امریکا کې ټولنیزو ستونزو په ټوله نړۍ کې ډیموکراسي کمزورې کړې ده.
هغه زیاته کړې: امریکا اوس په پراخه کچه د نړیوالې ډیموکراسۍ څراغ ندی او ډیموکراسي د امریکایي ډیموکراسۍ په بڼه پوره ناروغه ده.
رویټرز زیاته کړې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د چینايي رسنیو راپورونو امریکایي ډیموکراسۍ ته زیان رسولی دی.
د چینایي رسنیو مشر په ډاګه کړې؛ د چین د رسنیو ټولنې تر نظر لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه خپاره شوي خبرونه، راپورونه او … د نړیوالو رسنیو معلوماتي سرچینه ګرزېدلې ده. امریکا د افغانستان خلکو ته بې ساري ځاني او مالي زیانونه اړولي او دې ټولنې نړۍ ته د لومړي لاس رښتیني او د سترګو لیدلي معلومات وړاندې کړي دي.
دغه چینايي چارواکی وایي، چې ډیموکراسي باید د خلکو د هوساینې لپاره وکارول شي.
هغه زیاته کړې؛ اوس په ټوله نړۍ کې ډېر خلک په دې پوه شوي، چې آیا د ډیموکراسۍ هېواد دی او کنه؛ باید خپل خلک پرې قضاوت وکړي، نه د یو څو بهرنیانو لخوا. ډیموکراسي هغه سینګار ندی، چې د ښکلا لپاره غاړې ته واچول شي؛ مهمه خبره دا ده، چې هوساینه او د خلکو ساتنه رامنځته کړي. که په رښتیا هم د خلکو په خیر نشي او د ولس د هوساینې خنډونه لرې نکړي؛ نو دا ډول ډیموکراسي یوازې ځان او نورو ته دوکه ورکول دي؟! آیا جورج فلویډ به د دغې ډیموکراسۍ او بشري حقونو څخه خوند واخلي، چې امریکایي سیاستوال یې ادعا کوي؟