سیمه ییز خبرونه
ډېرۍ رسنۍ له بهر سره تړاو لري – سيد مخدوم رهين
په مشرانو جرگه كې يو شمېر استازي وايي، چې:
د تېرشوي اختر په شپو او ورځو كې د يو شمېرانځوريزو رسنيو خپرونې غير اخلاقي او مبتذلې وې .
دوى له دغو رسنيو سره د جدي جلند غوښتنه لري، خو د اطلاعاتو او فرهنگ وزير وايي، چې:
د رسنيو د سمون لپاره بايد له تاوتريخوالي كار وانه خيستل شي.
نوموړي له رسنيو هم غوښتنه كړې، چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پاملرنه خپرونې وكړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير او د خبريالانو د ملي اتحاديې مشر د يكشنبې په ورځ مشرانو جرگې ته ورغوښتل شوى و.
د مشرانو جرگې غړې طيبه زاهدي وويل، چې:
سږكال د روژې په مباركه مياشت كې يو شمېرانځوريزو رسينو ښې خپرونې وړاندې كړې، خو د اختر په شپو او ورځو كې يو شمېر رسنيو داسې خپرونې وكړې، چې د هېواد له فرهنگ او اسلامي ارښتونو سره يې سمون نه درلود.
د مشرانو جرگې غړى سيد محمد سعيدي د رسنيو له خوا پر خپريدونكيو يو شمېر بهرنيو سريالونو نيوكه وكړه .
د دوى په باور:
يو شمېر رسنۍ له ډيموكراسۍ ناوړه گټه پورته كوي، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير وايي، چې:
د مبتذلو خپرونو خپرول له ډيموكراسۍ سره هيڅ تړاو نه لري .
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين د مشرانو جرگې د غړيو هغه څرگندونې هم رد كړې، چې وايي:
د يو شمېر انځوريزو رسينو خپرونې د دولت وسله والو مخالفينو د لمسولو لامل شوي دي .
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير له رسنيو وغوښتل، چې اعتدال دې په پام كې ونيسي.
نوموړي زياته كړه، چې رسنۍ بايد د افغانستان شرايط په پام كې ونيسي .
رهين وايي:
له رسنيو سره بايد له تاوترخوالې ډك چلند ونشي؛ ځكه، چې تاوترخوالى كركه را منځته كوې .
د ده په وينا اوسمهال ډېرې رسنۍ له بهر سره تړاو لري .
ښاغلې رهين همدا راز له ښار څخه د يو شمير غير اخلاقي فلمونو د راټولولو او همدا راز د يو شمير غير اخلاقي ويبساټونو د تړلو خبر هم وركوي