سیمه ییز خبرونه

ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړو- ټرمپ

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فلوریډا څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو په لاره کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه یوه نوې ادعا وکړه.

Published

on

له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د امریکا ولسمشر ادعا وکړه؛ تمه ده، چې “ ډېر ژر به په دې اړه پرېکړه وکړو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فلوریډا څخه سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو په لاره کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه یوه نوې ادعا وکړه.

هغه په ​​ایر فورس ون کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د شنبې د ورځې د مسقط خبرو اترو ته نغوته(اشاره) وکړه او ادعا یې وکړه: “مونږ به ډېر ژر د ایران په اړه پرېکړه وکړو!”

د چټکې پریکړې کولو په اړه د هغه ادعا په داسې حال کې راپورته شوه، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د شنبې پر ورځ په عمان کې د هغه د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د هغه د ملګري پلاوي په ګډون ترسره شو.

په ۲۰۱۸ کال کې د خپل لومړي پېر په لړ کې له اټومي تړون څخه د ټرمپ یو اړخیز او غیرقانوني وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه دا غیر مستقیمې خبرې اترې ترسره کیږي.

سي این این پرون د یوې باخبرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړ؛ د امریکا او ایران خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ دوام وکړي او شونې ده، چې په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي.

د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکې ډلې سره د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړي پړاو ته پر نغوته(اشاره) وویل: “مونږ د عمان د بهرنیو چارو وزیر د هڅو او سخت کار له کبله شاوخوا دوه نیم ساعته غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې. دواړه پلاوي یو بل ته تلل او دا کار شاوخوا څلور ځله ترسره شو. د دغو غیرمستقیمو خبرو لومړۍ غونډه رغنده وه او په ارامه او له درناوي څخه په ډک چاپیریال کې ترسره شوه. دوه‌بم پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي. هیڅ نامناسبه ژبه نده کارول شوې او دواړو خواوو د دې خبرو اترو د پرمختګ لپاره خپله ژمنه څرګنده او هوکړه وشوه، چې خبرې به دوه اړخیزه ګټه او مساوي اساس و لري.”

Trending

Exit mobile version