تازه خبرونه

ډېر ژر به د خپلمنځي خبرو وخت او ځای وټاکل شي

Published

on

د ولسمشر ویاند ویلي، له زلمي خلیلزاد او د قطر له ځانګړي استازي سره د ولسمشر او پخلاینې شورا د مشر د خبرو بنسټیز بحث د دغو خبرو د ځای او وخت ټاکل و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه او اسلام آباد کې له طالبانو او پاکستانيو چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته راغی او له ولسمشر غني، د پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاستوالو سره د خپلمنځي خبرو له پيل مخکې پر ګامونو پورته کولو خبرې کړې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقیي ویلي؛ دا به د وخت مخکې وي، چې د خپلمنځي خبرو د ترسره کولو پر وخت او ځای څه ووایو؛ خو هیله من یم، چې ډېر ژر به د خپلمنځي خبرو د وخت او ځای په اړه تاسې ته معلومات وړاندې شي.

دغه راز د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له ولسمشر او د پخلاینې عالي شورا له رییس سره له لیدنې وروسته ویلي؛ دوحه چمتو ده، چې په بشپړه روڼتیا او ناپېیلتوب د دغو خبرو کوربتوب وکړي.

دغه راز په پام کې ده، چې روسیه، امریکا او افغانستان په یوه ګډه ناسته کې د خپلمنځي خبرو پر څرنګوالي بحث وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ په پام کې ده، چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ  د جون پر ۲۵ د روسیې، امریکا او افغانستان استازي په یوه دری اړخیزه وډیوي ناسته کې د خپلمنځي خبرو په اړه بحث تر سره کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د اتلانتیک شورا په وډیوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې راتلونکې اوونۍ به د خپلمنځي خبرو ځای او وخت په ډاګه شي.     

له دې مخکې د پاکستان لوی درستیز کابل ته په سفر کې د سولې بهیرپه اړه د خپل هېواد له همکارۍ ډاډ ورکړ؛ خو د افغانستان حکومت که څه هم دا خبرې جوړوونکې بولي؛ خو تمه ده، چې پاکستان په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند سهیل شاهین په خپل یوه ټویټ کې په ډاګه کړې؛ کله، چې د ورکړ شوي نوملړ له مخې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول، طالبان د یوې اوونۍ په دننه کې د خپلمنځي خبرو پيل ته چمتوالی لري.

Trending

Exit mobile version