تازه خبرونه
ډېر ژر به د خپلمنځي خبرو وخت او ځای وټاکل شي
د ولسمشر ویاند ویلي، له زلمي خلیلزاد او د قطر له ځانګړي استازي سره د ولسمشر او پخلاینې شورا د مشر د خبرو بنسټیز بحث د دغو خبرو د ځای او وخت ټاکل و.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه او اسلام آباد کې له طالبانو او پاکستانيو چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته راغی او له ولسمشر غني، د پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاستوالو سره د خپلمنځي خبرو له پيل مخکې پر ګامونو پورته کولو خبرې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقیي ویلي؛ دا به د وخت مخکې وي، چې د خپلمنځي خبرو د ترسره کولو پر وخت او ځای څه ووایو؛ خو هیله من یم، چې ډېر ژر به د خپلمنځي خبرو د وخت او ځای په اړه تاسې ته معلومات وړاندې شي.
دغه راز د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له ولسمشر او د پخلاینې عالي شورا له رییس سره له لیدنې وروسته ویلي؛ دوحه چمتو ده، چې په بشپړه روڼتیا او ناپېیلتوب د دغو خبرو کوربتوب وکړي.
دغه راز په پام کې ده، چې روسیه، امریکا او افغانستان په یوه ګډه ناسته کې د خپلمنځي خبرو پر څرنګوالي بحث وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ په پام کې ده، چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د جون پر ۲۵ د روسیې، امریکا او افغانستان استازي په یوه دری اړخیزه وډیوي ناسته کې د خپلمنځي خبرو په اړه بحث تر سره کړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د اتلانتیک شورا په وډیوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې راتلونکې اوونۍ به د خپلمنځي خبرو ځای او وخت په ډاګه شي.
له دې مخکې د پاکستان لوی درستیز کابل ته په سفر کې د سولې بهیرپه اړه د خپل هېواد له همکارۍ ډاډ ورکړ؛ خو د افغانستان حکومت که څه هم دا خبرې جوړوونکې بولي؛ خو تمه ده، چې پاکستان په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند سهیل شاهین په خپل یوه ټویټ کې په ډاګه کړې؛ کله، چې د ورکړ شوي نوملړ له مخې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول، طالبان د یوې اوونۍ په دننه کې د خپلمنځي خبرو پيل ته چمتوالی لري.
تازه خبرونه
د افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت پر بلنه تاشکند ته تللی دی.
ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پر مهال به له ازبکستان سره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.
همداراز، افغان پلاوی به د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او استازو سره د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پراختیا، صادراتو، د پانګونې راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه هم خبرې وکړي.
تازه خبرونه
گوترش: بازگشت افغانها از پاکستان باید داوطلبانه و عزتمندانه باشد
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو غوښتونکي دي – لاوروف
لاوروف د سېشنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونهتوانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو سربېره دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.
لاوروف د سېشنبې پر ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ اختلافاتو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پر وروستۍ غونډه هم اغېز کړی او دواړه لوري ونهتوانېدل، چې د وروستۍ ګډې خبرپانې پر سر هوکړې ته ورسېږي.
هغه دغه وضعیت« ناخوښ» وباله؛ خو څرګندوي، چې باید موضوع له خپلې کچې لوړه ونهښودل شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونو ته د نغوتې پر وخت وویل، دغه ډله په دواړو هېوادونو کې بریدونه کوي؛ کابل او اسلامآباد له ستونزو سره مخ کوي.
لاوروف زیاته کړې:« هیڅ شک نهلرم، چې افغانستان او پاکستان دواړه د خپلو اړیکو عادي کول غواړي.»
هغه ویلي، روسیه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د اواري لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
لاوروف ټینګار کړی، چې له سیمې بهر هېوادونه باید د دې سیمې په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.
هغه څرګندوي؛ افغانستان او د سیمې هېوادونه اوس هم د« لویدیځو هېوادونو د تاوتریخجنې لاسوهنې» له پایلو سره مخ دي او همدا موضوع په سیمه کې د اوسنیو ستونزو د رامنځته کېدو یو عامل دی.
-
تازه خبرونه1 day agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
