نړۍ

ډېر ژر به د عربي متحده اماراتو استازی تهران ته ستون شي

Published

on

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ عربي متحده اماراتو ویلي، چې په ایران کې د دوی سفیر سیف محمد الذابي به له ۶ کلن ځنډ وروسته په راتلونکیو ورځو کې تهران ته ستون شي.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دا ګام په سیمه کې له ایران سره د ګډو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره پورته شوی دی.

د راپور له مخې؛ عربي متحده اماراتو له هغې وروسته له ایران سره خپلې اړیکې تتې کړې، چې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې سعودي عربستان له تهران سره خپلې اړیکې پرې کړې.

له کلونو دښمنۍ وروسته عربي متحده اماراتو په سیمه کې د سیاسي ګټو د خوندي کولو لپاره په ۲۰۱۹ کې هغه وخت له تهران سره بیا خپله ښکېلتیا پیل کړه، چې واشنګتن له اتومي تړونه ووت.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ عربي متحده امارات له ایران سره له یوې پېړۍ راپدیخوا د سوداګریزې راکړې ورکړې اړیکې لري.

د دوبۍ امارت له اوږدې مودې راپدیخوا له بهرنۍ نړۍ سره د ایران په نښلولو کې ارزښتمن رول لوبولی.

که څه هم ریاض او ابوظبي په سیمه کې د تهران د تسلط لپاره د فشار د پای ته رسولو غوښتونکي دي؛ خو غواړي، چې د اقتصادي لومړیتوبونو لپاره د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version