سوداگري

ډېر ژر به د غور ولایت د ډبرو سکرو، سرپو او جستو کانونو د استخراج چارې پیل شي

Published

on

د غور والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غور ولایت کې به ډېر ژر د ډبرو سکرو، سرپو او جستو کانونو د استخراج چارې پیل شي.

په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د دغه ولايت د ډبرو سکرو کان له روښان قادري نومي کورني شرکت ته ورکړ شوی، چې ټاکل شوې سل زره ټنه سکاره استخراج کړي؛ خو تر اوسه يې د استخراج بهیر په رسمي بڼه پيل شوی ندی.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه ولايت د جست او سرپو کانونو تړون له ايراني شرکت سره شوى او دا شرکت په پام کې لري، چې په يوه مياشت کې د دغو کانونو کېندنه او استخراج پيل کړي.

د غور والي د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې د کانونو او پتروليم وزارت يو پېنځه کسيز پلاوى د غور د کانونو د کار د څارنې او ښوالي لپاره دغه ولايت ته راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو د نیمه قیمتي ډبرو د استخراج بهیر پیل کړی دی.

د دغه ولایت چارواكو ویلي؛ دغه كان فلورايد ډبرې لري او استخراج يې د يوه كورني شركت لخوا ترسره كېږي.

د بادغيس د کانونو او پتروليم رياست چارواکي وايي؛ پخوا دغه نيمه قيمتي ډبرې په دغه ولايت کې قاچاق کېدې، خو اوس د دغه کشف شوي کان له استخراج څخه دولت ښه مياشتنی عايد ترلاسه کوي.

Trending

Exit mobile version