تازه خبرونه

ډېر ژر به د مشهد او هرات ترمنځ مسافر وړونکی ریل پیل شي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا اقدام د ایران د ریلي پراختیا او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا د پلان یوه برخه ده.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۴

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر جبارعلي ذاکري څرګنده کړې، چې د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ښارونو ترمنځ مسافر وړونکي ریل به په راتلونکو دوه اوونیو کې پرانیستل شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دا اقدام د ایران د ریلي پراختیا او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا د پلان یوه برخه ده.

جبارعلي ذاکري زیاته کړه: “د مشهد او هرات ترمنځ د مسافر وړونکي ریل لپاره پروګرام جوړ شوی او تمه ده، چې په دې لار کې به لومړی مسافر وړونکی ریل په راتلونکو دوه اوونیو کې پیل شي.”

هغه زیاته کړې: “د اوسپنې‌پټلۍ تګلاره د ټرانزیټ زیاتول دي او د ریلي ټرانزیټ اوسپنې‌پټلۍ په ریل شبکه کې له ځانګړي لومړیتوب سره کار کوي. د اوسپنې پټلۍ اصلي هدف په هېواد کې د ټرانزیټ پراختیا ده.”

په هرحال ذاکري پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت د تېر کال په وروستیو کې اعلان وکړ، چې له روزنک څخه تر هرات پورې د اوسپنې‌پټلۍ جوړولو کار روان دی او د دې کرښې له بشپړېدو سره به د مسافر وړونکي اورګاډي پټلۍ هم فعاله شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان د مشهد او مرو ترمنځ ریلي تګ راتګ د پیل لپاره هم لومړني ګامونه اخیستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version