تازه خبرونه
ډېر ژر به له ځينو هېوادونو سره رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او د همدې موخې لپاره اوس اسلامي امارت په یو شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.
د ریاست الوزاء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، چې اسلامي امارت به ډېر ژر له یو شمېر هېوادونو سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ایران کې د افغانستان له سفیر، ډیپلوماټانو او یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل.
مولوي عبدالکبير ايران ته په خپل سفر کې له ګاونډ هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د افغانستان د سياسي او اقتصادي اړيکو د پرمختګ او په ايران کې د مېشتو افغانانو او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه د وروستيو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او د همدې موخې لپاره اوس اسلامي امارت په یو شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.
هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغان حکومت لومړیتوب دا دی، چې هېواد پر ځانبسیا شي او په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو د ستونزو د اواري لپاره هڅې روانې دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د خپل سفر پر دوهیمه ورځ د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.
په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او هغوی جبري ایستل کیږي.
مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته درې ورځنی سفر کړی دی.