تازه خبرونه

ډېر ژر به په افغانستان کې خپلې پیسې، پاسپورټ او وسلې ولرو – نورالله نوري

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۲)

د سرحدونو، قومونو او قبائیلو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ افغانستان به ډېر ژر خپلې پیسې، پاسپورټ او وسلې په هېواد کې دننه تولید کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبائیلو چارو وزارت چارسمبالي نورالله نوري دغه څرګندونې د سویل ختيځ زون د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ملي يووالي د تامين او د اسلامي نظام د پياوړتيا تر سرليک لاندې جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

نورالله نوري ویلي: زه باور لرم، چې پېنځه ورځې وروسته به افغانستان د غنمو، تېلو، برښنا، میوو، کروندو او په خپل بازار کې پر ځان‌بسیا شي. افغانستان خپلې پیسې او پاسپورټ چاپوي او خپلې وسلې به په هېواد کې دننه جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت لکه څنګه، چې د جګړې پر مهال خپلواک و؛ اوس په حکومتولۍ کې هم ازادې هڅې کوي.

Trending

Exit mobile version