نړۍ

ښایي د شمالي کوریا مشر له پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۴۰۲)

یوه امریکايي چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ښايي ډېر ژر له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته ولاړ شي؛ ځکه، چې کرملین د اوکراین جګړې ته د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دغه چارواکي، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې اسوشیتید پرس ته څرګنده کړې؛ امریکا په‌دې تمه ده، چې کیم به په راتلونکې میاشت کې دا سفر تر سره کړي.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی؛ دغه چارواکي دا هم ویلي: امریکا ډاډه نه‌ده، چې دا ناسته به چېرې یا کله ترسره شي؛ خو د روسیې بندري ښار ولادیوستوک به له شمالي کوریا سره د نسبي نږديوالي له کبله د دې لیدنې کوربه وي.

د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسون د دوشنبې پر ورځ یادونه کړې، چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په دې وروستیو کې پیونګ یانګ ته سفر کړی او هڅه کوي، چې شمالي کوریا پر روسیې د توپونو مهمات وپلوري.

ادرین واتسن وایي: مونږ داسې معلومات لرو؛ کیم جونګ اون په دې تمه دی، چې دا خبرې اترې روانې وي او په روسیه کې د مشرتابه پر کچه دیپلوماتیکې ښکېلتیاوې رامنځته کړي.

هغې زیاته کړې: امریکا له شمالي کوریا غواړي؛ له روسیې سره د وسلو خبرې اترې ودروي او له عامه ژمنو سره سم عمل وکړي، چې پیونګ یانګ روسیې ته وسلې نه‌ورکوي او نه‌پلوري.

شویګو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ شونې ده، چې دواړه هېوادونه د جګړې ګډې لوبې ترسره کړي.

نیویارک تایمز پر لومړي ځل راپور ورکړ؛ کیم په پام کې لري، چې روانه میاشت په روسیه کې له پوتین سره وګوري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي وه؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې پوتین او کیم به د شویګو له لیدنې وروسته لیکونه هم تبادله کړي وي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې لیکونه پر برسېرنه سطحه دي؛ خو د وسلو د پلور په اړه د روسیې او شمالي کوریا خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version