تازه خبرونه
ښایي له وتلو وروسته، وسلوال طالبان پر پوځي تجهیزاتو برلاسي شي – امریکا
د امریکا پوځي چارواکو ویلي؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایي پر پوځي تجهیزاتو یې طالبان او ترهګرې ډلې برلاسي شي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال برید جنرال ماټیو ټرولینګر د امریکا کانګریس غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ هیڅ ډاډ نشته، چې د امریکا تجهیزات به طالبا تر لاسه نکړي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې به دوی د دې کار د مخنیوي هڅه وکړي.
هغه زیاته کړې: مونږ به یو شمېر پوځي تجهیزات او وسایط افغان ځواکونو ته وسپارو، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وکولی شي د خپل هېواد ساتنه پرې وکړي.
جنرال ټرولینګر وايي؛ یو شېر پوځي تجهیزات به امریکا او د سیمې هېوادونو ته ولېږدول شي.
دغه امریکایي جنرال په دې اړه زیاته کړې: مونږ به یو څه هغه وسایل، چې امریکا او نورو سیمو ته د لېږد وړ دي ولیږدوو او هغه تجهیزات، چې کارول شوي؛ د لېږد او افغانانو ته یې د سپارلو اجازه نلرو؛ ویجاړوو او له منځه یې وړو.
د امریکا مرکزي قومنداني په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دوی له افغانستان څخه د پوځي تجهیزاتو ۱۱۵ الوتنې کړې دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې له ۵۰۰۰ ډېر پوځي تجهیزات د ویجاړولو لپاره چمتو شوي دي.
دوی دا هم په ډاګه کړې، چې تر دې دمه یې پېنځه بهرنۍ اډې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرکزي قومندانۍ پرون ویلي وه، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو بېرته ستنېدو بهیر له ۱۳ څخه تر ۲۰ سلنه بشپړه شوی دی.
