نړۍ

ښایي هند د کانادایي سکهـ مشر په وژنه کې لاس ولري- جستن ترودو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۸, ۱۴۰۲)

کانادا د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۲۷ ) ویلي؛ د اعتبار وړ داسې ادعاوې شته، چې د هند حکومت ښایي د کانادایي سیکهـ مشر  په ترور کې ښکېل وي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د کانادا لومړي وزیر جستین ترودو د ولسي جرګې په یوه بېړنۍ وینا کې ویلي، چې د کانادا د وګړو په وژنه کې د بهرني حکومت هر ډول ښکېلتیا زمونږ له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده.

۴۵ کلن هردیپ سینګهـ نیجار د جون پر ۱۸ د ونکوور د یوې څنډې په ساري کې د سیکهانو له یوه معبد څخه بهر پر ډزو ووژل شو. نیجار د خالستان د خپلواک دولت په بڼه کې له سکهـ هېواده ملاتړ وکړ او د ۲۰۲۲ په جولای کې هند ترهګر اعلان کړ.

ترودو وایي: د کانادا امنیتي ادارې پر خلاص مټ د هند د حکومت د مامورینو او د نیجار د مړینې تر منځ د احتمالي اړیکې په اړه د باور وړ تورونه څاري.

هغه ویلي، چې تېره اوونۍ یې په نوي ډیلي کې د جي -۲۰ ډلې د سرمشریزې په څنډه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته یې د دې وژنې موضوع وړاندې کړه او له کانادا سره په دې اړه د هند د ګډ کار غوښتنه وکړه، چې په اړه یې یوې پایلې ته ورسیږي.

د کانادا د بهرنیو چارو وزیرې ملانیی جولي پرته له دې، چې نور جزئیات ورکړي ویلي؛ کانادا هم د دوشنبې پر ورځ له دې هېواده د هند د استخباراتو یو مامور وشاړه.

د ترودو څرګندونو د کانادا او د نړۍ د ترټولو سترې دیموکراسۍ ترمنځ تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

نوی دیلی په کانادا کې د سکهـ بېلتون غوښتونکیو له فعالیتونو ناخوښه دی.

مودي د جي – ۲۰ په سرمشریزه کې ترودو ته د کانادایي سیکانو لخوا د وروستيو لاریونونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، چې د خپلواک دولت غوښتنه کوي.

سوداګریزې اړیکې

دیپلوماتیک تاوتریخوالی اوس‌مهال سوداګریزې اړیکې ګواښوي او د وړاندیز شوې سوداګریزې هوکړې په اړه خبرې اوس پر ټپه ولاړې دي. کانادا د دغه حالت په اړه  لږ توضیحات وړاندې کړي. په داسې حال کې، چې هند ځینې سیاسي پرمختګونو ته نغوته کړې ده.

د کانادا د احصائیوي څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې دوه اړخیزه سوداګري د  ۱.۵۲ تریلیون کانادایی دالرو څخه یوازې ۱۳.۷ میلیارد کانادایی دالر (۱۰.۲ میلیارد امریکایي دالر) ول.

د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واتسن د دوشنبې پر شپه په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: مونږ د لومړي وزیر ترودو لخوا د وړاندې شویو تورونو په اړه ژوره اندېښنه لرو.

ترودو نیغ پر نیغه په دې وژنه کې پر هند د لاس لرلو تور نه‌دی لګولی او د بهرنیو چارو وزیرې جولي وروسته بیا یوه احتیاطي  څرګندونه وړاندې کړه؛ که دا تورونه رښتیا ثابت شي، د منلو وړ به نه‌وي.

د بریتانیا د کولمبیا تحقیقاتي ډلې تېره میاشت ویلي، چې په دې پېښه کې درې شکمن کسان لاس لري؛ که څه هم څوک  نیول شوي نه‌دي.

کانادا د سیکانو تر ټولو لوی نفوس لري، چې په هند کې د خپل کور پنجاب ایالت څخه بهر د دوی د لاریونونو شاهد دی، چې هند پرې غصه څرګنده کړې ده.

کانادا هم د هندي نژاد ترټولو د لویې سیکهـ ټولنې کور دی، چې د کانادا د ۴۰ میلیون نفوسو شاوخوا ۱.۴ میلیون جوړوي. د ۲۰۲۱ ز. کال په سرشمېرنه کې، شاوخوا ۷۷۰ زره خلکو سیکهـ مذهب د خپل مذهب په توګه منلی دی.

د ملي امنیت وزیر دومینیک لبلانک ویلي، چې د کانادا د حکومت څو لوړ پوړیو چارواکو په‌دې وروستیو کې د اوتاوا د اندېښنې څرګندولو لپاره هند ته سفر کړی دی.

د روان کال په اپریل کې هند له انګلستان څخه وغوښتل، چې په انګلستان کې میشت د سکهـ بیلتون غوښتونکيو غورځنګ له ملاتړو څارنه ګړندی کړي. نوي دیلی له هغې وروسته پر ​​غصه شو، چې لاریونکوونکیو د خالستان شعارونه لېږدول او په لندن کې یې د هند له دیپلوماتیکې استازولۍ بیرغ لرې کړ.

Trending

Exit mobile version