تازه خبرونه
کابلوف د افغانستان پر ورستیو تحولاتو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی
د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق څرګنده کړې؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سیمې پر وروستیو تحولاتو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.
محمد صادق د سه شنبې پر ورځ تویت کړ، چې له کابلوف سره یې د مسکو او اسلامآباد ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اړتیا هم خبرې کړې دي. هغه کابلوف د پام وړ ښه او پوه دیپلومات په توګه وستایه.
کابلوف پاکستان ته له سفر مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره هم کتلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره اوونۍ څرګنده کړې وه، چې کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او ټینګار یې کړی، چې روسیه د غربي حکومتونو په څېر نیوکې نکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ کابلوف ویلي، هېواد یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ او ثبات لیدل غواړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د دولت پر چارواکو نیوکې او لاسوهنه نکوي.