سوداگري

کابل ته د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیون دالري نغدي مرستو یوه تولګه راورسېده

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ پرون (سې شنبه د تلې ۱۲) کابل ته د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ٤٠ ميليون دالرو نغدي کڅوړه راورسېده او یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر څرګنده کړې، چې دې بنسټ په تېر کال کې د افغانستان خلکو ته له یو میلیارد دالرو څخه ډېرې بشري مرستې استولې دي.

یوناما پرون (سې شنبه د میزان ۱۲) په یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې زیرمه شوي او سلامي امارت او د افغانستان بانک ته به ونه رسیږي.

د افغانستان بانک د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو په لړ کې له ملګرو ملتونو څخه ۴۰ میلیون دالره مرسته ترلاسه کړې او د هېواد یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.

دا د مرستو اتمه بسته ده، چې په نغدي بڼه کابل ته رارسیږي او د افغانستان بانک یې یوه خصوصي بانک ته سپاري.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټول شمېر څه باندې یو میلیارد او ۲۷۳ میلیون دالرو ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version