تازه خبرونه
کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږدولو پروژې د پلي کېدا پر څرنګوالي بحث وشو
د ریاست الوزار د اداري مرستیال پر مشرۍ د سکتوري وزارتونو د چارسمبالو په ګډون ناسته تر سره او کابل ته د پنچشیر د اوبو د لیږد د پروژې پر پلان او د ټول هېواد پر کچه پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي او د اوبو د منابعو د مدیریت په اړه اړوندو ادارو ته بېلا بېلې دندې وسپارل شوې.
د همدې ستونزې د حل لپاره د اسلامي امارت د کابینې له لوري د هېواد د اوبو چارو تنظیم په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال پر مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې د یو شمېر سکتوري وزارتونو او ادارو مسوولینو برخه درلوده. د اوبو منابعو، بندونو او کانالونو او کرنيزې پراختيا په برخو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو، د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارتونو ترمنځ د وظيفوي تداخل په لهمنځه وړولو بحث او خبرې وشوې.
د اقتصاد وزارت مرستیال ويلي؛ د کابل په ګډون په هېواد کې د اوبو کمزوری مدیریت او په بې یساري کچه د اوبو کارول د دې سبب دی، چې هېوادوال له ستونزو سره مخ شي.
دغه راز د کابل ښار لودیځه برخه چې په دې روستیو کې د اوبو د کمښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ ده. د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کوي، چې د څښاک د پاکو اوبو د برا برولو په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي.
د کابل اوسیدونکی صفدر علي وایي؛ مونږ په کابل کې د اوبو د کمښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ یوو. مونږ پخپلو پیسو څاهګاني کیندلي؛ خو اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ یوو. هیله ده، چې زمونږ دې ستونزې ته پام راوګرزي.
د کابل اوسیدونکی رمضان علي وایي: مونږ په کورونو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ یوو؛ ټولو دولتي ادارو ته تللی یوو، خو ستونزې اوس هم پخپل حال پاتې دي.
دوی له اوسني حکومته غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې حل ته باید جدي پاملرنه وشي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وایي: د هېواد له اوبو څخه له اړتیا پرته استفاده، د ژورو څاهګانو کیندل او د دې مهم حیاتي سکتور کمزوری مدیریت د دې سبب شوی، چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي. حکومت اوس د دې ستونزې حل ته پاملرنه کوي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم په ځانګړي توګه پلازمېنه کابل کې د څښاک د پاکو اوبو برابرول اړین بولي او زیاتوي؛ تېر حکومتونه په دې ونه توانیدل، چې دا ستونزه حل کړي.
د اقتصادي چارو تحلیلګر لعل ځاځي ویلي؛ په ځانګړي توګه د هېواد په پلازمېنه کابل کې د څښاک د اوبو ستونزه جدي ده او ورځ تر بلي دا موضوع پر یوه ننګوونکي حالت د بدلیدو په حال کې ده. باید ورته تدابیر ونیول شي او اوبه مدیریت شي.
په هېواد کې د وروستیو وچکالیو له کبله د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د اوبو د کمښت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هېواد د جنوب غرب سیمو اوسیدونکي هم د وچکالۍ او په سیمو کې د اوبو د کمښت له کبله اندېښمن دي او له حکومته غوښتنه کوي، چې د اوبو د کمښت ستونزو ته دې رسیدنه وکړي.
د روزګان اوسیدونکی عبدالرشید وایي: د وروستیو وچکالیو له کبله مو په سیمو کې د اوبو کچه خورا ټیټه ده. هیله لرو، چې مسوولین دې ستونزې ته د حل لار ومومي.
د کندهار اوسیدونکی جهان داد وایي؛ زمونږه په سیمو کې وچکالۍ سختي ستونزې رامنځته کړي. هیله لرو، چې زمونږ اوسني نظام د خپلو خلکو د دې ستونزې حل ته پام راواړوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې حکومت باید د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره اساسي اقدامات تر سره او په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي توګه حل او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي لپاره زمینه برابره کړي.
