تازه خبرونه
کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژه به له تصویب او تمویل وروسته پیل شي – عابد
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیعالله عابد ويلي، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د بیاکتنې او ډیزاین پړاوونه بشپړ شوي او له تمویل وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
مطیع الله عابد زیاته کړې؛ وزارت هڅه کوي، چې د دې پروژې او نورو اړوند پروژو پلانونو پر پلي کولو په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې راکمې کړي.
عابد وایي: “د پنجشېر پروژې سروې، ډیزاین او تخنیکي مطالعات د انرژۍ او اوبو وزارت لخوا بشپړ شوي او دا پروژه د اسلامي امارت مشرتابه ته د تصویب لپاره لېږل شوې ده.”
نوموړي ویلي: “دا پروژه به له تصویب او تمویل وروسته پیل شي.”
د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژه د ولایت له مرکز بازارک څخه د کابل تره خېل سیمې پورې ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري.
په همدې حال کې د پلازمېنې ځینو اوسېدونکو ویلي، چې کابل ته د پنجشېر د اوبو پر لېږد به په ښار کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه تر یوې کچې حل شي.
د کابل یوه اوسېدونکي ویلي: “مونږ هیله لرو، چې دا پروژه به پلي شي.”
دغه راطز ځینو کارپوهانو ویلي، چې د ولایتونو پر کچه په متوازن ډول د داسې پروژو له پلي کولو سره به د هېواد د ځمکې لاندې اوبو سرچینې هم ډکې شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وایي: “زه فکر کوم، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږدولو پروژه به یو ځل بیا د ځمکې لاندې اوبه ډکې کړي او خلکو ته به خوندي او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي. سربېره پردې د پنجشېر د اوبو له لېږدولو سره به د کابل ښار او شاوخوا سیمو کرنیزې ځمکې به هم د اوبو تر مدیریت لاندې راشي او په عمومي توګه دا ویل کیدی شي، چې خلکو ته به د کار فرصتونه هم برابر شي.”
د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پلان په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال ډیزاین شو، چې په مرکز کې د اوبو د کمښت ناورین زیات شو او د پخواني جمهوري نظام د ۲۰۲۰ کال په بودجه کې له پنجشېر سیند څخه کابل ته د ۱۰۰ میلیون مټر مکعب اوبو د کلني لیږد لپاره شاوخوا پېنځه میلیونه ډالر ځانګړي شوي هم ول.
د یادونې ده، چې دا پروژه ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۲۳ پورې بشپړه شي.