تازه خبرونه
کابل د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدا غواړي – ذبیحالله مجاهد
مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي؛ د سیمې، له سیمې بهر او اغېزناکو هېوادونو نظر د اسلامي امارت په اړه د مثبت بدلون په حال کې دی.
مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري او دغه اړیکې باید له ډېر وخت وړاندې ټینګې شوې وی.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کابل بهرنی سیاست یوازې له امریکا سره تر اړیکو محدود نهدی او اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، چې تر اوسه له افغانستان سره رسمي اړیکې نهلري.
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي، چې په تېر سپوږمیز کال کې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ۴۶ زره ډېر عملیات کړي او له ۲ زره ټنو ډېر نشهيي توکي یې کشف او نیولي دي.
هغه زیاته کړې؛ دغه راز په همدې کال کې د نشهيي توکو له ۲۱ زره هکټاره ډېره کرکېله او د دغو توکو د تولید ۵۳۳ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زدهکړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، چې دا ټولنه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې ساتي.
هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زدهکړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
په همدې حال کې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان، سوډان او سومالیا وضعیت ننګونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغو هېوادونو موضوعات باید د غونډې د اجنډا په سر کې وي.
تازه خبرونه
یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو له په پام کې نیولو سره بېپرې خپاره کړي او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې دې له پامه نهغورځوي.
نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې لهخوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
ملا برادر ویلي: « دا عادلانه نه ده، چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې له پامه وغورځول شي او یوناما دښمن ته ورته یوازې د منفي اړخونو په لټه کې وي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او زرګونو کورنیو د جبري راستنېدا له کبله ګڼ هېوادوال له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي دي او د دغو ستونزو اواري ته جدي پاملرنه اړینه ده.
نوموړي له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګهوالو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي.
نوموړي د ګاونډیتوب اړیکو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ګاونډي حق پر ګاونډي دا دی، چې د هغه د ستونزو په کمولو کې مرسته ورسره وکړي؛ نه دا، چې د اقتصادي فشارونو له لارې د خلکو وضعیت نور هم ستونزمن کړي.
نورالحق انور د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته زیاته کړې، چې ګاونډیان اوس هم د افغانستان خلک ځوروي، ځپي یې او له اقتصادي پلوه یې محروموي.
تازه خبرونه
د افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.
د امریکا د جنګ وزیر پټ هګست ویلي، چې د افغانستان په ماموریت کې د ناټو لسګونو هېوادونو له ګډون سره–سره د دې تړون یوازې لږ شمېر متحدانو جګړهییزه ونډه لرله.
هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.
هغه ویلي: « د ۵۰ بېلابېلو هېوادونو د بیرغونو لیدل، چې هلته یې د ناټو په تړون او د آیساف په ماموریت کې ونډه لرله؛ یوه ښکلې منظره وه.» خو هګست د دغو هېوادونو په جګړهییزو عملیاتو کې د ونډې کچه تر پوښتنې لاندې راوسته او ادعا یې وکړه، چې یوازې لږ شمېر هېوادونو په جګړو کې برخه اخیسته.
هغه وایي: « ښايي یوازې پېنځه هېوادونو رښتینې ونډه لرله. په حقیقت کې د هغو هېوادونو شمېر، چې په مستقیمو جګړهییزو عملیاتو کې ښکېل ول؛ ونډه شاوخوا یو یا دوه هېوادونو ته رسېده.»
د ناټو آیساف ماموریت د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته رامنځته شو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې په افغانستان کې فعالیت وکړ.له هغه وروسته د « پرېکنده ملاتړ» ماموریت د آیساف ځایناستی شو، چې تمرکز یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې، سلا مشورو او مرستې و. دغه ماموریت په ۲۰۲۱ز.کال کې پای ته ورسېد.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoسعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغان بزګران د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له نويو لارو چارو کار اخلي- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي آرامکو پر اداري ودانۍ د برید له کبله اور ولګېد
-
نړۍ4 days agoپه جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
-
لوبی5 days agoد برازیل فوټسال سیالۍ نړیوال جام نویو موخو ته د رسېدا پر لوري لومړنی ګام دی
