تازه خبرونه

کابل د مسکو د وسلو او تجهیزاتو، پېرودلو ته لیواله دی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۰)

په روسیه کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد ویلي، کابل له مسکو څخه د وسلو پېروېدلو ته لیواله او چمتو دی.

هغه ټاس خبري آژانس ته ویلي؛ مونږ  هیله من یو، چې روسیه به د روسیې د شته تجهیزاتو په ځانګړي توګه د چورلکو رغولو او ترمیمولو ته پام راواړوي.

هغه دا هم ویلي؛ په روسیه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي کدرونه هم تر روزنې لاندې دي.

ټاس په ډاګه کړې، چې سید طیب جواد زیاته کړې؛ تمه ده، چې په روسیه کې د افغانستان پیلوټانو او میخانیکي انجینرانو هم د زدکړې زمینه برابره شي.

سربېره پردې جواد  ټاس خبري سرچینې ته ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې د روسیې کرونا ضد سپوتنیک واکسین وپېري او پلي کولو ته یې زمینه برابره کړي.

جواد ویلي، چې په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو پنځه میاشتې تېرې شوي؛ خو د سپوتنیک واکسینو د احتمالي سپارلو په اړه کوم پرمختګ لیدل شوی ندی.

هغه وایي: مونږ غوښتنه کړې، خو پدې اړه کوم حرکت ونه لیدل شو. په داسې حال کې، چې مونږ د هند یا نورو سیمو او هېوادونو په څیر د دوه یمې یا درېیمې څپې په اړه اندېښمن یو او پوهیږو، چې سپوتنیک واکسین اغېزمن دی؛ نو که دوی یې مونږ ته چمتو کړي،  مونږ به یې واخلو او پلی کړو.

Trending

Exit mobile version